دخپریدو نیټه :دوشنبه ۱۵ حوت ۱۴۰۱ ساعت ۱۱:۲۲
د مطلب کود : 266516
عبداللطیف نظري: د سیاسي مسایلو په حل سره به د افغانستان اقتصادي وضعیت ښه شي
د اقتصاد وزارت مسلکي مرستیال عبداللطیف نظري د دې په څرګندولو سره چې یوشمېر هېوادونه له اسلامي امارت سره د اړیکو لېوالتیا لري، وايي چې د سیاسي مسایلو په هواري سره به ډېر ژر د افغانستان اقتصادي وضعیت ښه شي.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د اقتصاد وزارت مرستیال عبداللطیف نظری پرون یکشنبه (حوت ۱۴) د «تولید، کار او تعلیم» درې ورځنی نندارتون په پرانیست غونډه کې وویل چې اسلامی امارت د ټولو سیاسي محدودیتونو او ننګونو سره سره د پام وړ پایلې ترلاسه کولو توان لري.
 
هغه وايي چې د نړیوال بانک د راپور له مخې، د بانکي بندیزونو سره سره افغانستان توانېدلی چې نورو هېوادونو ته صادرات زیات کړي.
 
د اسلامي امارت د اقتصادي چارو مرستیال د مالیاتو راټولول په روان کال کې د اسلامي امارت له مهمو لاسته راوړنو څخه ګڼي.
 
هغه د افغانستان په ګاونډیو هیوادونو کښې د انفلاسیون د کچې لوړیدو ته په اشارې سره زیاته کړه: د نړیوال بانک د راپور له مخې اسلامی امارت د انفلاسیون د کچې په کمولو بریالی شوی دی.
 
ښاغلی نظري د هېواد په بازارونو کې د توکو او اومو موادو بيې د نورو هېوادونو په پرتله ارزانه ګڼي او وايي چې په افغانستان کې د اومو موادو د ارزانه کېدو لامل د بهرنيو اسعارو پر وړاندې د ملي اسعارو د ارزښت ساتل دي.
 
د اقتصاد وزارت مرستیال زیاته کړه: له کورنیو عوایدو څخه د افغانستان د بودجې چمتو کول ارزښتناکه کار دی، په داسې حال کې چې پخوا به د بهرنیو مرستو له انحصار پرته بودیجه نه تصویبېدله، خو سږ کال دویم کال دی چې د هېواد بودیجه د کورنیو عوایدو څخه تصویب شوی دی."
 
د اسلامي امارت دغه چارواکی وايي، تر څو چې په افغانستان کې اقتصادي بنسټونه جوړ نه شي، هېواد به پر ځان بسیا نه شي.
 
نظري څرګنده کړه، چې اسلامي امارت غواړي د هېواد پوهه سیمه ییزه کړي او ویې ویل: که د افغانستان کرنه سیمه ییزه شي، نور هېوادونه به پر افغانستان سیاسي فشار نه شي راوستلای.
 
د اقتصاد وزارت مرستیال وايي، د اقتصادي مسایلو سیمه‌ییز کول وخت نیسي، خو په راتلونکي کې به دغه سیمه‌ییز کېدل افغانستان په ځان بسیا کړي.
 
هغه څرګنده کړه چې د اسلامي امارت اصلي تمرکز پر کرنې دی، ځکه نورو هېوادونو ته د افغانستان له اتیا سلنه زیات صادراتي محصولات د کرنې له سکتور څخه دي.
 
د عبداللطیف نظري په وینا، د کورنیو تولیداتو د مصرف د فرهنګ بنسټیز کېدل په هېواد کې د اقتصادي ودې لامل شوی او د دغه ډول نندارتونونو جوړول په افغانستان کې د کورنیو تولیداتو د معرفي کېدو لپاره مهم دي.
 
نوموړي د افغانستان د اقتصادي ودې په اړه د اسلامي امارت بله پالیسي د کورنیو تولیدي صنایعو ملاتړ وباله او یادونه یې وکړه، چې صنعتکارانو ته به د قرض الحسن ورکول کیږي.
 
د اسلامي امارت د اقتصاد وزارت مرستیال همداراز وویل چې د غوث تېپې کانال پروژې په بشپړیدو سره به زرګونو ځوانانو ته د کار زمینه برابره شي او د اوبو د کمښت له امله به د بزګرانو ستونزې هوارې شي.
 
نوموړي په بهر کې د افغانستان د کورنیو تولیداتو په اعلانولو کې په کمزوري فعالیت د نیوکې ترڅنګ وویل چې اسلامي امارت هڅه کوي کورنیو تولیداتو ته بازار موندنه وکړي.
 
د اقتصاد وزارت د کارپوه مرستیال اعلان وکړ چې له اوس څخه به د ټیټ کیفیت لرونکي محصولاتو د واردولو مخه ونیول شي او د مالیې د ورکړې په برخه کې به پانګوال زغمي.
 
نوموړي د دې په څرګندولو سره چې ډېر هېوادونه له اسلامي امارت سره اړیکو ته لېوال دي، زیاته کړه: د سیاسي مسایلو په هواري سره به ډېر ژر د افغانستان اقتصادي وضعیت ښه شي.
 
د اقتصاد وزارت د مرستیال دا څرګندونې په داسې حال کې کېږي چې د نړیوال بانک د راپور له مخې تېر کال د افغانستان بودیجه له کورنیو سرچینو برابره شوې او انفلاسیون تر یوه حده کنټرول شوی دی.
https://avapress.com/vdcb80b50rhb0sp.q3ur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته