دخپریدو نیټه :يکشنبه ۲۱ حوت ۱۴۰۱ ساعت ۱۵:۴۶
د مطلب کود : 266833
د ایران د حکومت ویاند په مزار شریف کې د آوا خبری آژانس په دفتر او د تبیان په مرکز ترهګریز چاودنه په کلکه وغندله
د ایران د اسلامي جمهوریت د حکومت ویاند په مزارشریف کې د افغان غږ خبري آژانس (آوا) په دفتر او د تبیان د کلتوري او ټولنیزو فعالیتونو په مرکز پرون (شنبه، کب ۲۰) ترهګریز برید په کلکه وغانده.
افغان غږ خبری آژانس - تهران: د ایران د اسلامی جمهوریت د حکومت ویاند او سکرتر علی بهادری جهرمی د افغان غږ خبری آژانس او تبیان مرکز پر دفتر باندې پرونی ترهګریز برید غندلی دی.
 
جهرمي په ټویټ کې لیکلي: "ترهګري کرکه ده، د خبریالانو پر وړاندې ترهګریز عملیات او د معلوماتو ازاد جریان نور هم کرکه دي."
 
هغه زیاته کړه: په مزارشریف کې د خبریالانو د وژل کیدو له امله خپله خواشیني وړاندې کوم. د دې غمجنې پېښې ټپيانو ته د عاجلې روغتيا هيله کوم.
 
په عین حال کښې د تهران د اسلامی شورا د شپږمې دورې غړې سوده نجفی هم دغه ترهګره حمله وغندله او ویې ویل: په مزار شریف کښې د تبیان په کلتوری مرکز باندې د ترهګرۍ حملې په غندلو سره خپله خواخوږی څرګنده وم.
 
په همدې حال کې پرون په تهران کې د ایران د اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو وزارت او همدا راز په مزارشریف کې د دغه هېواد کونسلګرۍ د افغان غږ خبری آژانس پر دفتر برید په کلکه وغانده.
 
د يادونې وړ ده، چې په مزارشريف كې د افغان غږ خبری آژانس او ​​د تبيان د ټولنيزو او کلتوري فعاليتونو پر مركز د تېرې ورځې په تروريستي بريد كې ۴۰ رسنيز او کلتوري فعالان شهيدان او ټپيان شول.
 
https://avapress.com/vdcds90xsyt09j6.lb2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته