دخپریدو نیټه :دوشنبه ۲۲ حوت ۱۴۰۱ ساعت ۱۰:۳۵
د مطلب کود : 266862
په تهران کې د افغانستان سفارت په مزارشریف کې د تبیان د مرکز او آوا خبري اژانس په دفتر ترهګریز برید په کلکه وغانده
په تهران کې د افغانستان سفارت په یوه پیغام کې په مزارشریف ښار کې د تبیان د ټولنیزو او کلتوري فعالیتونو د مرکز او د افغان غږ خبري آژانس (آوا) د نمایندګۍ په دفتر کې د شنبې د ورځې تروریستي برید غندلی دی.
افغان غږ خبری آژانس - تهران: د افغانستان د اسلامی امارت د بهرنیو چارو وزارت د لوړ پوړی ډیپلوماټ مولوی فضل محمد حقانی په مشرۍ د دغه سفارت په پیغام کې چې افغان غږ خبری آژانس خبری آژانس ته رسیدلی دی، ویل شوی دی. په تهران کې د افغانستان سفارت د تبیان کلتوري مرکز او په مزارشریف کې د افغان غږ خبری آژانس په دفتر برید په کلکو ټکو غندي او د دغه مرکز له مسئولینو او د شهیدانو او ټپیانو کورنیو ته د تسلیت مراتب وړاندې کوي.
 
په همدې حال کې د ایران اسلامي جمهوریت لومړنی هېواد و چې په مزارشریف کې یې دغه ترهګره چاودنه وغندله. د ايران د بهرنيو چارو وزارت او په مزارشريف کې د دغه هېواد قونسلګرۍ هم دغه چاودنه په کلکه غندلې ده. د ایران د اسلامي جمهوریت د حکومت ویاند هم په یوه ټویټ کښې په مزار شریف کښې د خبریالانو په مینځ کښې چاودنه په کلکه غندلې ده.
 
د وروستیو شمېرو له مخې د دغې خونړۍ چاودنې په پایله کې ۲ خبریالان شهیدان او ۳۷ نور ټپیان شوي دي.
 
https://avapress.com/vdcfvvd00w6dvca.,ziw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته