دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۲۵ حوت ۱۴۰۱ ساعت ۱۵:۱۶
د مطلب کود : 267036
د افغانستان مرکزي بانک ۱۶ میلیونه ډالره پلوري
د افغانستان مرکزي بانک اعلان وکړ چې د افغانیو د ارزښت د ثبات د ساتلو په موخه به د شنبې په ورځ (۱۲/۲۷/۱۴۰۱) په یوه لیلام کې (۱۶) میلیونه امریکايي ډالره وپلوري.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د افغانستان مرکزي بانک نن پنجشنبه د کب ۲۵ مه د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره له مستحقو بانکونو او د پیسو د تبادلې او پیسو د خدمتونو له شرکتونو غوښتي چې په دغه داوطلبۍ کې ګډون وکړي.
 
د افغانستان مرکزي بانک ویلي چې د لیلام ګټونکي مکلف دي چې د لیلام د ورځې تر پایه خپل حسابونه تصفیه کړي.
 
دغه بانک ویلي چې د اسعارو د لیلام په داوطلبۍ کې د راکړې ورکړې جزوي تصفیه اجازه نه لري، د داوطلبۍ ګټونکي مکلف دي چې د یوې ټاکلې مودې په اوږدو کې خپلې د راکړې ورکړې پیسې د نغدو پیسو په بڼه د افغانستان مرکزي بانک ته وسپاري.
 
په همدې حال کې د افغانستان مرکزي بانک هم ۱۶ میلیونه امریکايي ډالره د لیلام له لارې وپلورل.
https://avapress.com/vdcjtae8muqemyz.b,fu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته