دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۳ حمل ۱۴۰۲ ساعت ۱۱:۳۷
د مطلب کود : 267268
په بدخشان کې د لاسي بم د چاودنې له امله اووه ماشومان مړه او ټپيان شول
د بدخشان سیمه ییز چارواکي وايي، د دغه ولایت په تګاب کشم ولسوالۍ کې د تېرو جګړو څخه پاتي شوي یوه لاسي بم د چاودنې له امله دوه ماشومان وژل شوي او پنځه نور ټپیان شوي دي.
افغان غږ خبری آژانس - مزار شریف: د بدخشان د اطلاعاتو او کلتور رییس معیز الدین احمدی وایی، چې دغه پېښه تېره ورځ (چهارشنبه، حمل ٢) د دغه ولایت د تګاب کشم ولسوالۍ په شهیدکان کلي کې رامنځته شوې ده.
 
د هغه په ​​وينا، دغه پېښه هغه مهال رامنځته شوه، چې يو شمېر ماشومان د اوسپنې د پلورلو لپاره لاسي بمونه لېږدول، چې د ماشومانو د راټولېدو په ځاى کې پرې چاودېدونکي توکي وچاودېدل.
 
دا په داسې حال کې ده، چې په هېواد کې د تېرو جګړو له امله پاتې شوي ماينونه تل ماشومان د ناپوهۍ او له وسلو سره د نه بلدتيا له امله وژني.
https://avapress.com/vdcg3u9x7ak93x4.1gra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته