دخپریدو نیټه :سه شنبه ۸ حمل ۱۴۰۲ ساعت ۰۹:۲۰
د مطلب کود : 267479
په ۱۴۰۱ کې، له ۴.۳ میلیارډ څخه ډیر افغانۍ راټولې شوې
د کابل ښاروالۍ مسوولین وايي، چې په ۱۴۰۱ لمریز کال کې دې ادارې څه باندې ۴،۳ میلیارده افغانۍ عواید راټول کړي، چې د ۱۴۰۰ کال په پرتله یو میلیارد افغانۍ زیاتوالی ښيي.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو په مرکز کې پرون دوشنبه د حمل ۷ مه، د کابل ښاروالۍ مسوولینو د ۱۴۰۱ هجري لمریز کال د مالي کال د فعالیتونو راپور وړاندې کړ.
 
په دې کنفرانس کې د کابل ښاروالۍ مرستیال مولوي محمد خالد سجستاني وویل: کابل ښاروالۍ یوه خدمتګاره اداره ده او د اسلامي امارت د تګلارې په رڼا کې له فساد سره د مبارزې، د عدالت په تامین، د اصلاحاتو رامنځته کولو، ښې حکومتوالۍ او د قانون په اغېزمنه توګه تطبیق ته ژمنه ده.
 
د کابل ښاروالۍ استازي نعمت الله بارکزي د ۱۴۰۱ هجري لمریز مالي کال د کړنو راپور وړاندې کولو پر مهال زیاته کړه: د ترانسپورتي معیارونو له مخې د ۲۰۰ کیلومتره سړکونو ډیزاین، د ښاري سړکونو سروې او ډیزاین، د اوبو د لارو او سطحي کانالونو جوړول، د عامه ترانسپورت زیربنا، د ښاري پراختیا پلان جوړونه او د زیربناوو ساتنه او پالنه د تیر کال په اوږدو کې د دې ادارې د مهمو فعالیتونو برخه وه.
 
د کابل ښاروالۍ د استازي په وینا، د یوه کال په موده کې د کابل ښار په بېلابېلو سیمو کې د ۳۰۲۲۷ مترو په اوږدوالي ټولټال د ۶ تر ۶۰ مترو په اوږدوالي عامه او منځني سړکونه د اسفالټ، کانکریټو او ډبرو په مرسته پاخه کړي دي.
 
د کابل ښاروالۍ وياند زياته کړه: د سږني کال په اوږدو کې د شنو نيالګيو ايښودلو کمپاين پيل شو او په ١٤٠١ هجري لمريز کال کې ١٩٠ زره نيالګي وويشل او کېنول شول.
 
نعمت الله بارکزی زیاتوي، چې د تېر یوه کال په ترڅ کې د کابل ښار له بېلابېلو سیمو څخه ۱۰۴۸۰۰ کیلو ګرامه تاریخ تیره او بې کیفیته خوراکي توکي راټول شوي دي.
 
د کابل ښاروالۍ مسوولینو دغه راز وویل: د عامه ګټو د پروژو د تطبیق په موخه د وزیر محمد اکبر خان په واټ کې ۱۰ املاک او د ملي امنیت په سړک ۴۰ املاک استملاک شوي، د کمپنۍ څلورلارې بشپړې شوي او د سړک په اوږدو کې ۷۲ املاک استملاک شوي دي. له افشار څخه تر دارالامان او د کوټل خیرخانې تر سړک پورې د ۱۲۲ ملکیتونو کار پیل شوی دی.
 
د ښاغلي بارکزي په وینا، د تېر یوه کال په ترڅ کې د کابل ښاروالۍ په مرکز وزیر محمد اکبر خان، مرجان غونډۍ، دوهمې او ۱۷مې ناحیو کې لس جوماتونه جوړ شوي.
 
د نعمت الله بارکزي د معلوماتو له مخې، په ١۴٠١ هجري لمريز کال کې کابل ښاروالۍ څلور ميليارده ٣٠٦ ميليونه ٩٧٥ زره ٢٠٠ افغانۍ عوايد راټول کړي، چې د ١۴۰٠ لمريز کال په پرتله يو ميليارد ٢٨٦ ميليونه ٥٧٥ زره ٣٠٣ افغانۍ زياتوالى ښيي.
 
https://avapress.com/vdca00nuo49niy1.hxk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته