دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۱۶ حمل ۱۴۰۲ ساعت ۱۰:۰۵
د مطلب کود : 267951
د سره صلیب نړیوالې کمیټې د مالي بحران له امله ۱۵۰۰ کارکوونکي له دندو ګوښه کړل
د سره صلیب نړیوالې کمیټې اعلان کړی چې دغه سازمان به په راتلونکو ۱۲ میاشتو کې ۱۵۰۰ کارکوونکي د مالي بحران له امله له دندو ګوښه کړي.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د سره صليب نړيوالې کمېټې د يوې اعلاميې په خپرولو سره ويلي، چې په تېرو دوو کلونو کې د بوديجې کمښت د دې لامل شوی، چې په ۱۲ مياشتو کې يې د پام وړ شمېر کارکوونکي له دندو ګوښه شي.
 
د سره صليب نړيوالې کميټې زياته کړې ده چې بايد خپلې مرستې داسې پروګرامونو ته ځانګړې کړي چې په جګړه ځپلو هېوادونو کې د خلکو په ژغورلو کې تر ټولو زيات اغېز ولري.
 
په ژنیو کې میشته نړیوال سازمان ویلي چې د دوی د کارمندانو کمولو جزییات لاهم کار کوي. د سره صلیب نړیوالې کمیټې هم ویلي دي چې د نړۍ په بیلا بیلو برخو کې به لږ تر لږه ۲۰ دفترونه د دې سازمان د کارکوونکو د کمښت له امله وتړل شي چې په هغو کې ۳۵۰ ځایونه هم شامل دي.
 
د دغه نړیوال سازمان د معلوماتو له مخې اوس مهال د نړۍ په څه باندې سلو هېوادونو کې ۲۰ زره کارکوونکي لري.
 
د سره صلیب نړیوالې کمیټې چې ۱۶۰ کاله وړاندې تاسیس شوی، تېره میاشت رسنیو ته په بېلابېلو مرکو کې وویل چې په ۲۰۲۳ کال کې به د بودیجې له کمښت سره مخ شي.
 
هغه مهال دغې کمېټې دا هم ویلي و، چې دغه سازمان د افغانستان، کانګو دیموکراتیک جمهوریت، ایتوپیا، عراق، نایجریا، سومالیا، جنوبي سوډان، سوریه، اوکراین او یمن په ګډون په لسو هېوادونو کې پراخ فعالیت لري، خو داسې ښکاري چې د دا هیوادونه به یوازې د اوکراین مالي سرچینې په بشپړ ډول تمویل شي.
 
د ملګرو ملتونو ادارو هم خبرداری ورکړی چې د دوی بشري عملیات د پام وړ او په زیاتیدونکي ډول د بودیجې له کمښت سره مخ دي.
 
https://avapress.com/vdcfted0yw6dv1a.,ziw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته