دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۱۶ حمل ۱۴۰۲ ساعت ۱۳:۱۲
د مطلب کود : 267981
د افغانستان د پخواني حکومت جنرالانو له اسلامي امارت سره همکارۍ ته چمتووالی اعلان کړ
د اسلامي امارت د ملي دفاع وزارت ویلي چې د پخواني حکومت ځینو جنرالانو او افسرانو د پوځ له لوی درستیز فصیح الدین فطرت سره په کتنه کې له اسلامي امارت سره خپله همکاري اعلان کړې ده.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د اسلامی امارت د دفاع وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلی چې د افغانستان د پوځ لوی درستیز په دغه کتنه کې ویلی چې د اسلامی امارت غیژه د ټولو هیوادوالو پر مخ خلاصې دی او دا هر څوک په افغانستان کې په امن او ډاډه ژوند کولای شي.
 
داسلامي امارت ددفاع وزارت دغه حکومتي پوځي چارواکي ویلي چې هر څوک کولای شي په خپل هیواد کې په ارامه ژوند وکړي.
 
د ملي دفاع وزارت د خبرپاڼې له مخې، په دې کتنه کې د پخواني حکومت جنرالانو او افسرانو ډاډ ورکړ چې د اړتیا په صورت کې د اسلامي امارت له ملي دفاع وزارت سره هر ډول همکارۍ ته چمتو دي.
 
تر دې مخکې په تېر حکومت کې د ملي دفاع وزارت مرستیال افضل امان د تېر حکومت له یو شمېر افسرانو سره د اسلامي امارت د دفاع له سرپرست وزیر ملا یعقوب سره لیده کاته کړي وو.
 
https://avapress.com/vdcivyarzt1aq32.k6ct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته