دخپریدو نیټه :جمعه ۱۸ حمل ۱۴۰۲ ساعت ۱۳:۱۷
د مطلب کود : 268071
فلسطیني جهادي ډلې: په الاقصی جومات د صهیونیسټانو حملې به بې ځوابه پاتې نه شي
حماس او د فلسطین اسلامي جهاد غورځنګونو خبرداری ورکړی چې د صهیونیسټي رژیم دغه حملې به بې ځوابه پاتې نه شي.
افغان غږ خبری آژانس: صهیونیسټی پوځیانو د چهارشنبې په ورځ(حمل ۱۶) یو ځل بیا په الاقصی جومات حمله وکړه او عبادت کونکي یې ووهل.
 
صهیونیسټی پوځیانو همدارنګ د الاقصی جومات په انګړ کښې د الاقصی جومات دننه په لمونځ کوونکو حمله وکړه او له دغه جومات څخه یې د ویستلو هڅه وکړه.
 
د ایران د پریس ټی وی د راپور له مخې د الجزیرې خبری چینل له قوله د فلسطین د اسلامی مقاومت غورځنګ حماس ویاند حازم قاسم وویل صهیونیسټ نیواکګر په مذهبی جنګ کښې چې د فلسطین هویت یې په نښه کړی دی وویل: مقاومت به دغه جنایتکار رژیم ته د دغه سپیڅلي جومات په وړاندې د خپلو جنایتونو سزا ورکړي.
 
د اسلامي جهاد غورځنګ د سیاسي دفتر غړي "محمد الهندي" هم اعلان وکړ چې د فلسطین خلک به په مسجد الاقصی باندې د اسرائیلي رژیم د ټولو حملو په وړاندې مقاومت وکړي.
 
د فلسطین سرې میاشتې اعلان وکړ چې په الاقصی جومات د صهیونیسټی پوځیانو له حملې وروسته یوشمیر فلسطینیان ژوبل شوی هم دی خو صهیونیسټی پوځیانو طبی کارکوونکو ته د ګډون اجازه ورنکړه .
 
دصهیونیسټ رژیم پولیسو اعلان وکړ چې په مسجدالاقصی کښې د الاقصی په داخل کښې یې په لسګونو فلسطینیان نیولی دی .
 
فلسطيني سرچينو هم خبر ورکړی، چې تر ۲۰۰ زيات فلسطيني عبادت کوونکي ټپيان شوي او ۴۰۰ نور نيول شوي دي.
 
دصهیونیسټ رژیم دغو حملو او جنایتونو ته په غبرګون کښې دفلسطین مقاومت ډلو د تیرې سه شنبې او چهارشنبې په سهار کښې لږ تر لږه درې ځله د غزې تړانګې د پولې په اوږدو کښې د صهیونیسټانو میشت ځایونه په توغندیو وویشتل.
 
د اسرائیلو پوځ اعلان وکړ چې د فلسطین وسله والو ځواکونو د دوهمې ورځې لپاره د اسرائیلو جنوبي سیمې په توغندیو وویشتلې.
 
اسرائیلي پولیسو د چارشنبې په ورځ د حمال د میاشتې په ۱۶ نیټه په الاقصی جومات چاپه ووهله. دا پېښه چې د روژې په مبارکه میاشت کې او د یهودانو د فسحې په ورځ رامنځته شوه، د نړۍ د مسلمانانو له خوا په پراخه کچه وغندل شوه.
 
د فلسطین د بهرنیو چارو وزارت اعلان وکړ چې د ملګرو ملتونو امنیت شورا به د پنجشنبې په ورځ د حمل په ۱۷ مه د تړلو دروازو تر شا یوه بیړنۍ غونډه وکړي چې پر الاقصی جومات د اسرائیلي ځواکونو د برید په اړه بحث وکړي.
 
په همدې حال کې ویل شوي چې څو ساعته مخکې له لبنان څخه د نیواک شویو سیمو د شمال په لور د راکټي حملو لړۍ پیل شوې وه. رسنیو ویلي دي چې تر اوسه پورې لږ تر لږه درې صهیونیسټان ټپیان شوي دي.
https://avapress.com/vdcjaoe8vuqemyz.b,fu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته