دخپریدو نیټه :جمعه ۱۸ حمل ۱۴۰۲ ساعت ۱۵:۵۱
د مطلب کود : 268078
د صهیونیسټی پوځ لخوا د لبنان په جنوب کښې بمبارۍ وشوې
دصهیونیسټ رژیم جنګیالیو نن سهار(جمعه) د لبنان په جنوب کښې د صور ښار په نښه کړ .
افغان غږ خبری آژانس: د صهیونیسټ رژيم جنګیالیو نن سهار د لبنان د طائر ښار ته څیرمه د الرشیدیه کمپ محاصره په نښه کړه. دا کمپ د فلسطیني کډوالو اړوند دی.
 
خبري سرچینو اعلان کړی؛ په دغه برید کې د لبنان پر جنوبي سیمو لږ تر لږه ۶ توغندي وتوغول شول.
 
د الجزیرې شبکې په وینا؛ په همدې اړه صهیونیسټي پوځ په یوې بیانیې کښې اعلان وکړ چې د لبنان په جنوب کښې یې د حماس غورځنګ ځینې زیربناوې تباه کړې او د لبنان له جنوب څخه یې د حملو مسئولیت د لبنان حکومت په غاړه اخیستی دی.
 
دا په داسې حال کې ده چې رسنیو د پنجشنبې په ورځ د لبنان له خاورې څخه د اشغال شوي فلسطین په شمال کې پر صهیونیسټي میشت ځایونو د راکټونو د پراخ باران خبر ورکړ.
 
د فلسطین د مقاومت ډلو د پنجشنبې په ماښام د اشغال شویو سیمو په لور ۱۰۰ ګراد او کاتیوشا راکټونه وتوغول.
 
ځینو رسنیو اعلان کړی چې تر اوسه پورې په اشغال شوی فلسطین د توغندیزو بریدونو له امله ۳ تنه صهیونیسټان ټپیان شوی دی.
https://avapress.com/vdcgu79x7ak93z4.1gra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته