دخپریدو نیټه :شنبه ۱۹ حمل ۱۴۰۲ ساعت ۰۹:۳۵
د مطلب کود : 268089
موږ د فلسطین د مسلمان ملت بشپړ ملاتړ کوو/ اسلامي امارت باید د قدس د نړیوالې ورځې په نمانځلو کې پیش قدمه اووسي
حجت الاسلام والمسلمین سید عیسی حسینی مزاری له «تمدن» ټلویزیون سره په ځانګړې مرکه کې د اسرائیلو د غاصب رژیم پر وړاندې د فلسطین له مسلمان ملت څخه د هر اړخیز ملاتړ په اعلانولو سره، له اسلامی امارت څخه وغوښتل، د قدس د نړیوالې ورځې په نمانځلو کې پیش قدمه اووسي.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د تبیان د ټولنیزو فرهنګی فعالیتونو مرکز او د افغان غږ خبری آژانس مشر حجت الاسلام والمسلمین سید عیسی حسینی مزاری د تمدن ټلویزیون سره په ځانګړې مرکه کې د صهیونیسټي رژيم د فوځ لخوا په فلسطین کښې په مسجد اقصی باندې حملې د صهیونیسټي رژیم دغه اقدام یو جنایت وباله او ویې ویل چې د روژې په مبارکه میاشت کښې د مسجدالاقصی په اعتکاف کوونکو حمله یو ډیر غلط او جنایت دی.
 
د تبیان د مرکز د مشر د څرګندونو له مخې: دوه عوامل د اسرائیلو رژیم له خوا د الاقصی جومات د بې حرمتۍ سبب شوی دی، لومړی عامل د فلسطین د مسئلې په هکله د نړۍ د مجلسونو په تېره بیا د اکثرو اسلامی هېوادونو چوپتیا ده چې دا د اسراییلو د رژیم د لا زیات وحشی کیدو لامل شوی دی.
 
د حسینی مزاری په وینا، د مسجد الاقصی په لور د اسراییلی رژیم د پوځ د بې حرمتی دوهم لامل زیاتی ضعفونه دی چی نن ورځ اسرائیل پخپله هم له دننه څخه په همدغو کمزوریو اخته دی او د دغو کمزوریو د پټولو لپاره یې دغه ډول جنایت ترسره کړی دی.
 
د تبیان د ټولنیزو کلتوری فعالیتونو د مرکز مشر په نړیواله ټولنه او اسلامی هیوادونو غږ وکړ چې د اسرائیلو د جنایتونو په وړاندې جدی دریځ غوره کړی او د اسرائیلو د جنایتونو د دوام مخه ونیسی.
 
دغه سیاسی او فرهنګی شخصیت د فلسطین له مسلمان ملت بشپړ ملاتړ اعلان کړ او ویې ویل نور ملتونه باید د فلسطین په ملاتړ کښې جدی اووسي.
 
حجت الاسلام والمسلمین حسینی مزاری زیاته کړه: د افغانستان خلک د فلسطین په مسئله کښې د پخوا په نسبت ډیر حساس شوي او د فلسطین له خلکو په تیره بیا په تیرو شلو کلونو کښې یې د ملاتړ په برخه کښې ډیر زیات کار کړی دی. د فلسطین له خلکو څخه د ملاتړ او له صهیونیسټ رژیم سره د مقابلې لپاره د اسرائیلو د قدس نړیواله ورځ هر کال په کابل او د افغانستان په ځینو نورو ښارونو کښې لمانځل کیږي.
 
په تېرو کلونو کې د قدس نړیواله ورځ معمولاً په افغانستان کې د حقیقي او حقوقي شخصیتونو او غیر دولتي موسسو له خوا لمانځل کېده، خو یو له هغو لویو سازمانونو څخه چې په افغانستان کې د دې ورځې بنسټ ایښودونکی او له بلې خوا د دې مظاهرو د مدیریت په برخه کې کار او فعالیت کړی، دا د تبیان مرکز دی.
 
دغه رسنیزه شخصیت خپلو خبرو ته دوام ورکړ او زیاته یې کړه چې په افغانستان کې د امریکا دمتحده ایالاتو له رانسکوریدو او په دغه هیواد کې داسلامي واکمنۍ له پیلیدو وروسته له اسلامي امارت څخه غوښتنه کوو چې سږکال د قدس نړیواله ورځ ونمانځي. ځکه چې اوس مهال په افغانستان کې یو اسلامي جوړښت حاکم دی او دغه اسلامي جوړښت د استکبار ضد دی، په ځانګړې توګه په نړۍ کې د استکباري خوځښتونو په محور کې امریکا په سر کې ده او د اسرائیلو جنایتکار رژیم هم د امریکا په ملاتړ ولاړ دی.
 
حجت الاسلام والمسلمین حسیني مزاري وویل: د پورته ذکر شویو دوو ځانګړنو په پام کې نیولو سره، موږ تمه لرو چې اسلامي امارت به سږ کال د قدس د نړیوالې ورځې د نمانځلو مشري په غاړه واخلي، خو سږ کال له اسلامي امارت څخه زموږ هیله او غوښتنه دا ده چې دوی پخپله اقدام وکړي او وښيي چې څوک واقعا  د فلسطین د ولس د غورځنګ ملاتړي دي.
 
د تبیان د مرکز مشر د فلسطین د خلکو د حقوقو د ملاتړ او له اسرائیلي رژیم سره د جدي مبارزې په هکله د بحث د تایید لپاره اسلام، انقلاب، جهاد او مجاهدین معیارونه وګڼل او زیاته یې کړه، چې اسرائیلي رژیم یوازې د فلسطین د خلکو لپاره ستږنزه نه ده، بلکې د سیمې او نړۍ د ټولو خلکو لپاره ستږنزه ده.
 
د دغه ستر ديني عالم د څرګندونو له مخې: د ټولو اسلامي او آزادي غوښتونکو شخصيتونو، اوسنيو او دولتونو دنده ده چې د اسرائيلي رژيم په وړاندې له هر ډول اقدام څخه کار واخلي او د فلسطين د خلکو له حقوقو او د آزادۍ د دفاع په لاره کې له هر ډول اقدام څخه کار واخلي.
 
دصهیونیسټ رژیم پوځیانو پر الاقصی جومات کښې په سلګونو فلسطینیانو په کورونو حملې وکړې او د مسلمانانو د لومړی قبلې په بې حرمتۍ سره یې څه دپاسه څلور سوه لمونځ کونکي ونیول .
 
پر الاقصی جومات د اسرائیلي پوځیانو وحشیانه برید د سیمې د بېلابېلو هېوادونو له غبرګونونو سره مخ شوی دی. د ايران، يمن، اردن، سعودي عربستان، مصر، ترکيې او د مقاومت د جبهې غړو هېوادونو دغه بريد غندلی، د بشري حقونو له قوانينو يې سرغړونه بللې او د دغه جنايت په اړه يې له نړيوالې ټولنې د غبرګون غوښتنه کړې ده.
 
له بلې خوا په کابل کې د تبیان د کلتوري او ټولنیزو فعالیتونو مرکز په یوه بیان کې دغه برید په کلکه غندلی او له اسلامي هېوادونو په ځانګړې توګه له افغان حکومته یې غوښتي چې په ټول توان سره د فلسطین له مظلوم ملت څخه دفاع وکړي.
 
https://avapress.com/vdcivvar3t1aqu2.k6ct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته