دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۳۰ حمل ۱۴۰۲ ساعت ۱۱:۳۱
د مطلب کود : 268683
د کوچني اختر په مناسبت د هېواد له زندانونو څخه ۲۴۶۰ بندیان ازاد شول
ستره محکمه وايي، د اسلامي امارت د رهبرۍ او د هېواد د قاضیانو د حکم پر بنسټ د کوچني اختر په مناسبت د هېواد له زندانونو څخه ۲۴۶۰ تنه بندیان ازاد شوي او ۴۷۱ تنه نور بندیان به خوشي شي.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: سترې محکمې نن چهارشنبه د حمل ۳۰ مه په خپله ټویټر پاڼه کې د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې د افغانستان د اسلامي امارت د مشر ملا هبت الله اخندزاده د حکم له مخې ۲۴۶۰ بندیان خوشي شوي دي. هغه کسان چې د بخښنې وړ وو د کوچني اختر د رارسیدو له امله خوشې شوي دي.
 
د افغانستان د اسلامي امارت د رهبرۍ د فرمان له مخې د ۴۷۱ نورو بندیانو د بند موده هم کمه شوې ده.
 
سترې محکمې زیاته کړې، چې دغه حکم د سرپرست حکومت د مشر ملابت الله اخندزاده د لارښوونې او د هېواد د سترې محکمې د حکم پر بنسټ شوی دی.
 
ویل کېږي، چې تر دې وړاندې په ټول هېواد کې د ازادۍ د مستحقو بندیانو د څېړنې لپاره کمېټې جوړې شوې وې او په ټول هېواد کې د ۲۴۶۰ بندیانو تر څېړلو وروسته یې د ازادۍ مستحق وګڼل.
 
په ورته وخت کې د میدان وردګو ولایت د رسنیو دفتر وايي، چې له دغه ولایت څخه ۲۸ تنه بندیان خوشي شوي دي.
 
د يادونې وړ ده، چې په دغو خوشي شويو بنديانو کې لږ شمېر يې د پلازمېنې او پاتې نور يې د ولايتونو اوسېدونکي دي.
 
https://avapress.com/vdcivvarpt1aqq2.k6ct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته