دخپریدو نیټه :دوشنبه ۴ ثور ۱۴۰۲ ساعت ۱۳:۱۷
د مطلب کود : 268881
په بورکینا فاسو کې ترهګرو ۶۰ تنه ووژل
د بورکینا فاسو پوځ اعلان کړی چې تروریستانو چې پوځي یونیفورم یې اغوستی و، په یوه کلي له برید وروسته ۶۰ اوسېدونکي وژلي دي.
افغان غږ خبری آژانس: د رویټرز خبري آژانس د راپور له مخې، ترهګر چې ویل کیږي ښايي له القاعدې یا داعش سره تړاو ولري، د اپریل په ۲۳ مه د اردو په یونیفورم کې د «الکرما» کلي ته ورغلي وو. په "یتانجا" ولایت کې چې پولې ته څېرمه موقعیت لري، برید وکړ او ۶۰ کسان یې ووژل.
 
د دې پېښې نور جزیات نه دي په ډاګه شوي.
 
ترهګرو د روانې میاشتې په پای کې د بورکینا فاسو په شمال کې په دوو ترهګریزو بریدونو کې ۴۴ ملکي وګړي ووژل.
 
د بورکینا فاسو شمالي سیمې د ترهګرو او جنایتکارو ډلو د فعالیتونو مرکز دي چې وخت په وخت وژنې او لوټماري کوي.
 
د وسله والو ترهګرو ډلو عناصر د بورکینا فاسو په سلو کې ۴۰٪ خاوره کنټرولوي.
 
په بورکینا فاسو کې وسله والې ډلې په سړکونو ماینونه ایږدي، ښارونه محاصره کوي، د اوبو تاسیسات ویجاړوي او د هیواد شمال او ختیځ ته د اکمالاتو هڅې کمزورې کوي.
 
https://avapress.com/vdcivvarzt1aqv2.k6ct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته