دخپریدو نیټه :سه شنبه ۱۲ ثور ۱۴۰۲ ساعت ۱۱:۱۰
د مطلب کود : 269307
د ننګرهار په یو شمېر ولسوالیو کې ورښتونه ډېر مالي زیانونه اړولي دي
د ننګرهار سیمه ییز چارواکي وايي، د دغه ولایت په اوو ولسوالیو کې باران او ږلۍ کروندګرو او باغ لرونکو ته ډېر مالي زیانونه اړولي دي.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د ننګرهار ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د دوشنبې په ورځ د ثور ۱۱ مه د دغه ولایت اووه ولسوالۍ د سختو بارانونو او ږلۍ شاهدې وې.
 
د جمهور آژانس د خبر له مخې د دغه ولایت د بټي کوټ ولسوالۍ د شبدانۍ په سیمه کې د یوه کور چت، چې د باران له امله ویجاړ شوی، د یوې مېرمنې د ټپي کېدو او درې څارویو د له منځه تللو سربېره، د کور خاوند هم وژل شوی دی. کور ته هم مالي زیانونه اوښتي دي.
 
په خبرپاڼه کې راغلي، چې د ننګرهار په بټي کوټ، روداتو، سرخرود، کوز کنړ، دره نور، کوټ، خوګياڼو او يو شمېر نورو سيمو کې اورښتونو د کروندګرو او باغ لرونکو محصولات سخت زيانمن کړي دي.
 
متاثرينو د مرسته کوونکو ادارو نه د مرستې غوښتنه کړې ده۔
 
د يادونې وړ ده، چې په خوست ولايت کې اورښتونو د دغه ولايت کروندګرو او باغ لرونکو ته ډېر مالي زيانونه اړولي دي.
 
https://avapress.com/vdccxoqim2bqe18.5ja2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته