دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۱۴ ثور ۱۴۰۲ ساعت ۰۹:۵۵
د مطلب کود : 269416
د هېواد په ۱۷ ولایتونو کې د پنبې حاصلات زیات شوي دي
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت وايي، تېر کال د هېواد په ۱۷ ولایتونو کې د پنبې حاصلات زیات شوي او ۷۲ زره ټنه پنبه راټوله شوې وه.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د کرنې وزارت ویاند مصباح مستعین وایی: ۷۲۴۹۳ ټنه پنبه حاصل شوې چې د سوداګرو له خوا اخیستل شوې ده.
 
د دغه وزارت د معلوماتو له مخې، تر ټولو ډېره پنبه په تخار، کندز، بغلان، سمنګان، بلخ، جوزجان، کندهار، هلمند او یو شمېر نورو ولایتونو کې کرل کېږي.
 
له بلې خوا د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو وزارت وايي چې په ۱۴۰۱ هجري لمریز کال کې افغانستان د ۱۶۸ میلیونو ډالرو په ارزښت پنبه بهرنیو هېوادونو ته صادره کړې وه.
 
د افغانستان د صنایعو او سوداګرۍ وزارت ویاند اخندزاده عبدالسلام جواد په دې اړه وویل:«د افغانستان زیاتره پنبه د ازبکستان، ایران، پاکستان، ترکیې، چین او جرمني هېوادونو ته صادره شوې او زموږ د صادراتو اندازه همدومره ده.
 
د طلوع نیوز د راپور له مخې په هلمند ولایت کې یو شمېر کروندګرو ویلي چې د زیات عاید له امله یې د پنبې کښت ته مخه کړې ده.
 
د عبدالباري په نامه يو کروندګر وويل: "سږ کال موږ پنبه کرل غواړو او موږ ورته چمتووالی نيولی دی. پنبې په کم لګښت لوړ حاصلات ورکړي دي.
 
يو بل کروندګر حضرت ولي هم په دې برخه کې يادونه وکړه: "سږکال په هلمند ولايت کې د پنبې کښت ډېرې ښې پايلې درلودې او دا کار د کوکنارو بديل کېداى شي."
 
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د معلوماتو پر بنسټ، د پنجشېر په ۱۷ ولایتونو کې پر څه باندې ۵۴ زره هکتاره ځمکه کوکنار کرل شوي دي.
 
افغانستان یو له هغو کرنیزو هېوادونو څخه دی، چې د جګړو او کړکېچونو له امله یې زیاتره کرنه په دودیز ډول ترسره کېږي.
 
https://avapress.com/vdcdfn0x9yt09o6.lb2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته