دخپریدو نیټه :شنبه ۱۶ ثور ۱۴۰۲ ساعت ۱۵:۱۶
د مطلب کود : 269531
د هرات د تورغندي بندر له لارې د افغانستان او ترکمنستان ترمنځ هره ورځ د سلګونو بار وړونکو موټرو او واګونونو تګ راتګ
د هرات د تورغني بندر چارواکي وايي، چې له دې بندره د افغانستان او ترکمنستان ترمنځ هره ورځ شاوخوا ۲۰۰ لارۍ او ۵۰ اورګاډي تګ راتګ کوي، څو سوداګریز توکي ولېږدوي.
افغان غږ خبری آژانس - هرات: د هرات د تورغندي بندر کمیشنر سمونوال حاجي مولوي احمدالله لبیب وايي چې د افغانستان او ترکمنستان په پوله یې د بار وړونکو موټرو لپاره لازمې اسانتیاوې رامنځته کړي دي.
 
د هغه په ​​وينا، له دې بندر څخه هره ورځ شاوخوا ٢٠٠ بار وړونکي موټر د سوداګريزو توکو د لېږد رالېږد لپاره تېرېږي.
 
سمنوال لبیب د تورغندي بندر د اورګاډي پټلۍ له لارې د صادراتو او وارداتو د زیاتوالي خبر هم ورکړ او زیاته یې کړه چې هره ورځ له ۳۵ تر ۵۰ واګون سوداګریز مالونه او نفتي توکي د اورګاډي پټلۍ له لارې تورغني بندر ته داخلیږي.
 
هغه دا هم په ډاګه کړه، چې هره ورځ له ۱۰۰ تر ۱۲۰ مسافر له دې لارې په قانوني ډول تګ راتګ کوي.
 
د هرات د تورغونډۍ د بندر کمېشنر هم وويل، چې د دې پولې امنيت په بشپړه توګه تامين شوى او بهر ته د ډالرو د قاچاق مخه نيول شوې ده.
 
د تورغونډۍ بندر د هېواد په لوېديځ کې يو له مهمو او سوداګريزو بندرونو څخه دى، چې د دغه بندر له لارې د افغانستان او ترکمنستان د هېوادونو ترمنځ په زياته اندازه بېلابېل سوداګريز توکي تبادله کېږي.
 
https://avapress.com/vdcbf9b58rhb0sp.q3ur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته