دخپریدو نیټه :دوشنبه ۱۸ ثور ۱۴۰۲ ساعت ۰۹:۵۸
د مطلب کود : 269636
د اقتصاد وزارت: د انفلاسیون کچه راټیټه شوې او د صادراتو کچه لوړه شوې ده
د اسلامي امارت د اقتصاد وزارت چارواکي وايي، په هېواد کې د انفلاسیون کچه راټیټه شوې ده.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د اقتصاد وزارت مرستیال عبداللطیف نظري نن (یکشنبه، ثور ۱۷) ټینګار وکړ چې په هېواد کې د انفلاسیون کچه راټیټه شوې ده.
 
ښاغلي نظري زیاته کړه: په هېواد کې د انفلاسیون د کچې په راټیټېدو سره د توکو بیې په سلو کې څلور لس اعشاریه یو کمې شوې دي او په روان کال کې د افغانستان صادرات د تېر کال په پرتله اوه سلنه زیاتوالی ښيي.
 
د اقتصاد وزارت مرستیال وايي، تېر کال هم د ډالر پر وړاندې د افغانۍ ارزښت ۵،۴ سلنه لوړ شوی دی.
 
په همدې حال کې د افغانستان مرکزي بانک وايي چې د دغه هېواد اسعارو د جنوبي اسیا د سیمه ییزو همکاریو د ټولنې یا سارک د غړو هېوادونو د اسعارو په پرتله خپل ثبات ساتلی دی.
 
د جنوبي اسيا د سيمه ييزو همکاريو د ټولنې غونډه د مې په دويمه او درېيمه نېټه جوړه شوه.
 
د مرکزي بانک ویاند حسیب الله نوري په خپله ټویټر پاڼه لیکلي چې په دې غونډه کې څرګنده شوه چې افغانۍ د سارک سازمان د غړو هېوادونو د اسعارو په منځ کې باثباته ده او افغانستان د انفلاسیون کچه هم ثابته ده.
 
د اقتصادي چارو کارپوهان هم په دې باور دي چې په دې مناسبت جوړې شوې غونډې په ځانګړې توګه د سارک غونډه چې موږ هم د سارک د کنفرانس غړي یو، دا به یوه اقتصادي غونډه وي.
 
د جنوبي اسیا د سیمه ییزو همکاریو سازمان (سارک) په ۱۹۹۸ کال کې د هند، پاکستان، بنګله دېش، سریلانکا، نیپال، مالدیف او بوتان له خوا تاسیس شو او افغانستان په ۲۰۰۷ کال کې د دې ټولنې د اتم غړی په توګه ومنل شو.
 
https://avapress.com/vdchxwni-23n--d.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته