دخپریدو نیټه :سه شنبه ۱۹ ثور ۱۴۰۲ ساعت ۰۹:۱۲
د مطلب کود : 269696
د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت سرپرست له نړیوالې ټولنې وغوښتل چې د هېواد په زیربناوو کې پانګونه وکړي
د اسلامي امارت د کلیو پراختیا او بیارغونې وزارت سرپرست د یوې نړیوالې مرستندویه ادارې له مسوول سره په کتنه کې وویل چې د افغانستان د خلکو لپاره یوازې بشري مرستې کافي نه دي، نړیواله ټولنه هم باید په زیربنایي برخو کې پانګونه وکړي.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د دغه وزارت له خوا په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د اسلامي امارت د کلیو د بیارغونې او پراختیا له سرپرست وزیر ملا محمد یونس اخندزاده سره د افغان مرستو د دفتر رئیس چارلس ډیوي وکتل.
 
د دغه وزارت د خبرپاڼې له مخې، د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت سرپرست ویلي چې د افغانستان د خلکو لپاره یوازې بشري مرستې کافي نه دي او نړیواله ټولنه هم باید په زیربنایي برخو کې پانګونه وکړي.
 
د اسلامي امارت د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت سرپرست په افغانستان کې د دې ادارې د فعالیتونو له دوام څخه ملاتړ وکړ او د دې ادارې د کار د دوام غوښتنه یې وکړه.
 
د دغې خبرپاڼې له مخې، د افغانستان د مرستو د څانګې مشر چارلس ډيوي په دې کتنه کې وويل چې دغه اداره د اوږدمهاله او لنډ مهاله پروژو د تطبيق، له ناورينونو سره د مبارزې، د کرنې او پراختيايي پروژو په برخو کې فعاله ده.
 
د يادونې وړ ده، چې د امريکا او لوېديځ په تېرو شلو کلونو کې په افغانستان کې ميلياردونه ډالر ولګول شول، خو په هېواد کې يې مهمې زېربنايي پروژې جوړې نه کړې.
 
https://avapress.com/vdcdnn0x9yt0996.lb2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته