دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۲۰ ثور ۱۴۰۲ ساعت ۰۹:۲۱
د مطلب کود : 269772
په تېرو څو ورځو کې لسګونه بهرنیو سیلانیانو هرات ولایت ته سفر کړی دی
د هرات ولايت د اطلاعاتو او کلتور رياست مسوولين وايي چې په تېرو څو ورځو کې لسګونو بهرنيو سيلانيانو د دغه ولايت له لرغونو او تاريخي ابداتو څخه ليدنه کړې او د دغه رياست له مسوولينو سره يې ليدلي دي.
افغان غږ خبری آژانس - هرات: د هرات د اطلاعاتو او کلتور رئیس مولانا نعیم الحق حقاني د ۱۱ هسپانوي ګرځندویانو سره په کتنه کې چې په دې وروستیو کې هرات ته راغلي دي وویل: د هرات د اطلاعاتو او کلتور ریاست هڅه کوي چې د سیلانیانو لپاره اسانتیاوې برابرې کړي، تر څو هرات ته لا زیات سیلانیان راجلب کړي.
 
د دغو سيلانيانو له راتګ سره سم د امريکا، کاناډا، جاپان او انګلستان نهه تنه نور سيلانيان د دغه ولايت د اطلاعاتو او کلتور له رييس سره د ليدنې په موخه هرات ته لاړل او بيا د دغه ولايت د تاريخي ځايونو د ليدنو ته لاړ.
 
په ورته وخت کې ۳ ایراني پانګوالو سیاستوالو هم د هرات د اطلاعاتو او کلتورله رئیس سره د کتنې په ترڅ کې له افغانستان سره د کلتوري او سوداګریزو فعالیتونو پر پراختیا ټینګار وکړ او د دواړو هېوادونو د کلتوري مشترکاتو په اړه یې خبرې وکړې.
 
د هرات د اطلاعاتو او کلتور رييس سيلانيان د سولې سفيران بولي او وايي، چې دوى کولاى شي د يوه هېواد کلتور خپلو خلکو ته انتقال کړي.
 
هغه همداراز ټینګار وکړ: هر بهرنی او کورنی سیلانیان چې هرات ته سفر کوی میلمانه دی او چارواکی به یې هرکلی کوی.
 
د هرات د اطلاعاتو او کلتور رييس هم دې ته اشاره وکړه چې د اوسني امنيت له امله دغه ولايت ته د سيلانيانو شمېر زيات شوى دى.
 
ویل کېږي چې په دې وروستیو کې د هېواد په لوېدیځو ولایتونو کې د ګرځندویانو شمېر ډېر شوی، چې په دې وروستیو کې ۸ بهرنیو سیلانیانو هم غور ولایت ته سفر کړی او د دغه ولایت له تاریخي سیمو یې لیدنه کړې ده.
 
https://avapress.com/vdciy3arrt1aqy2.k6ct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته