دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۲۱ ثور ۱۴۰۲ ساعت ۱۳:۲۹
د مطلب کود : 269864
په ۱۴۰۱ کال کې د څه باندې ۱۷۰ میلیاردو افغانیو په ارزښت توکي صادر شوي
د صادراتو د ملي ورځې په مناسبت د اسلامي امارت د مالیې وزارت چارواکي وايي، تېر کال مو د څه باندې ۱۷۰ میلیارد افغانیو په ارزښت توکي صادر کړي دي.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د مالیې وزارت ویاند احمد ولي حقمل د پنجشنبې په ورځ (ثور ۲۱) د افغان غږ خبری آژانس له خبریال سره په مرکه کې وویل چې په ۱۴۰۱ کال کې د افغانستان صادرات د تېرو کلونو په پرتله بې ساري زیات شوي وو.
 
هغه زیاته کړه، سږ کال افغانستان د ۱۷۰.۴۳ میلیارد افغانیو په ارزښت له ۵ میلیون ټنو ډېر توکي صادر کړي دي.
 
هغه وویل، افغانستان په ۱۴۰۱ کال کې پاکستان ته تر ټولو زیات صادرات درلودل، چې وزن یې ۴ میلیونه او ۸۳۰ زره ټنه و او ارزښت یې ۱۰۸،۶۴ میلیارده افغانۍ و.
 
هند، ازبکستان، تاجکستان، متحده عربي امارات، چین، ایران، عراق، ترکیه، قزاقستان د هغو هېوادونو په کتار کې دي، چې افغانستان په ۱۴۰۱ کال کې تر ټولو ډېر صادرات درلودل.
 
د مالیې وزارت ویاند دا هم وویل چې میوې، سکاره، سبزیجات او دانه، پنبه، وریجې، زعفران، د بیزري تخم، غالۍ او تالک هغه محصولات دي چې افغانستان په ۱۴۰۱ کال کې بهر ته صادر کړي وو.
 
د حقمل د څرګندونو پر بنسټ؛ د مالیې وزارت د خپلو مهمو ملي فعالیتونو ترڅنګ د هېواد په ټولو ګمرکونو او سوداګریزو بندرونو کې د صادراتو ته لومړیتوب ورکړی او په دې برخه کې یې د سوداګرو لپاره لازمې اسانتیاوې برابرې کړي دي، چې له دې سره د هېواد د صادراتو کچه د پخوا په پرتله لوړه شوې ده.
 
د یادولو وړ ده چې پدې وروستیو کې د اسلامي امارت د کابینې لخوا د ثور شلمه د صادراتو د ملي ورځې په توګه ونومول شوه.
 
حقمل دا څرګندونې په داسې حال کې کوي چې پرون د افغانستان د صنایعو او سوداګرۍ وزارت ویاند عبدالسلام اخندزاده جواد د افغان غږ خبری آژانس له خبریال سره په مرکه کې ویلي و چې که څه هم افغانستان له پاکستانه د توکو واردات کم کړي دي، خو دغه هیواد ته یې د خپلو صادراتو په مقابل کې ډیر څه کړي دي.
 
جواد زیاته کړه، تېر کال موږ پاکستان ته د یو میلیارد ۲۲۵ میلیونه ډالرو په ارزښت توکي صادر کړي او له دغه هېواد څخه د یو میلیارد ۱۶۴ میلیونه ډالرو په ارزښت توکي وارد شوي دي.
 
https://avapress.com/vdcaionuy49nia1.hxk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته