دخپریدو نیټه :شنبه ۲۳ ثور ۱۴۰۲ ساعت ۱۵:۴۲
د مطلب کود : 269973
په جوزجان کې د الفتح قول اردو له خوا د ۴۷ پوځي وسایطو ترمیم
د الفتح قول اردو چارواکي په جوزجان ولایت کې د همایون، ټانګونو، رینجر او نړیوالو موټرو په ګډون د ۴۷ پوځي وسایطو د ترمیم خبر ورکوي.
افغان غږ خبری آژانس - مزار شریف: د ۲۰۹ اتل قول اردو د چارواکو د معلوماتو له مخې، په جوزجان ولایت کې د دوهمې پلې لوا تخنیکی او مسلکی ټیم ۴۷ عرادې وسایط ترمیم او ګټې اخیستنې ته چمتو کړی دی.
 
د دوی په وینا، په دغو بیارغول شویو وسایطو کې ۱۰ هاموي موټر، ۱۰ ټانکر موټر، ۱۰ رینجر موټر او ۲۷ انترنشنل موټر شامل دي.
 
دا په داسې حال کې ده چې د تېرو شلو کلونو په جګړو کې د هېواد ډېری پوځي وسایط له منځه تللي دي.
 
https://avapress.com/vdcbz9b5frhb09p.q3ur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته