دخپریدو نیټه :دوشنبه ۲۵ ثور ۱۴۰۲ ساعت ۱۲:۴۵
د مطلب کود : 270071
د سوداګرو د مالياتي ستونزو د حل په موخه يوه کمېټه جوړه شوه/ پوهنتونونه او خصوصي ښوونځي د یو کال لپاره له مالیاتو معاف شوي
د اسلامي امارت مسؤلین وايي، د هبت الله اخندزاده په هدایت په اساس د سوداګرو، صنعتکارانو، د پوهنې د مسؤلینو، پوهنتونونو او خصوصي سکتور د مالیاتي ستونزو د حل په موخه یوه کمېټه جوړه کړې ده.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د رئیس الوزرا اداری مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي د دوشنبې په ورځ (ثور ۲۵) په هغه غونډه کې چې د مالیې د ودې او پیاوړتیا په هدف یې په مهمو مالیاتي چارو کې د لازمو اسانتیاوو د رامنځته کولو اعلان وکړ او وویل چې دا کمېټه تېره میاشت جوړه شوې او تر دې دمه یې د یادو سکتورونو د مالیاتو د ستونزو د حل په موخه څو ناستې کړې دي.
 
حنفي زیاته کړه، دوه میاشتې وړاندې هم یو شمېر ملي سوداګرو د سوداګرو او صنعت کارانو ستونزې د علماوو شورا او امیرالمومنین ته وړاندې کړې او له هغې وروسته د اسلامي امارت امیر د حل لپاره د ځانګړې کمېټې د جوړولو امر وکړ.
 
هغه زياته کړه، په دې کمېټه کې د رېیس الوزرا د صلاحيت له مخې يو استازى، د اقتصادي کمېسيون څخه يو استازى، د سوداګرۍ وزير او د تقاعد د تنظيم کمېسيون يوه ډله، د مخابراتو وزير، د مالیې وزیر، د افغانستان بانک استازی، د امنیتي ادارو استازي، د کورنیو چارو وزارت او د ښارجوړونې وزیر یې غړیتوب لري.
 
د حنفي د څرګندونو پر بنسټ؛ د سږ کال د روژې له نیمې میاشتې راهیسې دغې کمیټې له صنعتکارانو سره څو غونډې کړې او له هغې وروسته یې د دغو ناستو پایلې د اسلامي امارت له امیر سره شریکې کړې او د هغه د لارښوونو پر بنسټ پوهنتونونه او خصوصي ښوونځي د یو کال لپاره له مالیاتو د مالیاتو له ورکولو څخه معاف شوي.
 
هغه زیاته کړه: د کرنې سکتور هم د یو کال لپاره له مالیې معاف شوی او د صنعتکارانو د پیاوړتیا په موخه یې کلنۍ مالیه له ۴ څخه ۲ سلنې ته راټیټه کړې ده.
 
دوزيرانو چارو وزارت اداري مرستيال دغه راز وويل چې د خصوصي کميټې د پريکړي او د اسلامي امارت د مشر په لارښوونه له ولايتونو څخه مرکز ته د سوداګرو د مالياتو دوسيې د ليږدونې اړتيا نشته، ځکه چې دا پخپله په ولایتونو کې د یو ځانګړي میکانیزم له لارې چک کیږي.
 
نوموړي په دفترونو کې د کاغذي تذکرو د له منځه وړلو په اړه خبرې وکړې او ويې ويل، د سوداګرو د اسانتيا په موخه د دوى د دوسيو ازموينه له پنځو کلونو څخه کلنۍ ته بدله شوې ده. همدا راز د سوداګرو او ټیټ پوړو چارواکو تر منځ لانجې هم لږ تر لږه کمې شوې دي.
 
حنفي دغه راز سوداګرو او صنعتکارانو ته د پاسپورټونو د وېش د اسانتیا په اړه هم معلومات ورکړل او ویې ویل، د بېلابېلو هېوادونو د ویزو د تطبيق په موخه ډيپلوماټيکو ادارو او د بهرنيو چارو وزارت ته لارښوونه شوې چې له هغو هېوادونو سره چې سوداګريزې ستونزې لري، اسانتيا رامنځته کړي.
 
https://avapress.com/vdccmxqis2bqmx8.5ja2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته