دخپریدو نیټه :يکشنبه ۳۱ ثور ۱۴۰۲ ساعت ۱۱:۱۸
د مطلب کود : 270375
د افغانستان او پاکستان د سوداګرۍ وزیرانو د سوداګریزو راکړو ورکړو پر زیاتوالي خبرې وکړې
د اسلامي امارت د صنایعو او سوداګرۍ وزارت سرپرست له خپل پاکستاني سیال سره د کازان د څوارلسمې غونډې په څنډه کې د پاکستان او افغانستان تر منځ د ترجیحي تعرفو، سوداګرۍ، ټرانزیټ، د سوداګریزو راکړو ورکړو د زیاتوالي او ۲۴ ساعته ګمرکونو په اړه هراړخیزې خبرې وکړې.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د افغانستان د صنایعو او سوداګرۍ وزارت د مطبوعاتي دفتر د خبرپاڼې له مخې، د دغه وزارت سرپرست نورالدین عزیزي او ورسره مل پلاوي د پاکستان اسلامي جمهوریت د سوداګرۍ له وزیر سره وکتل.
 
ویل کیږي، چې په دې کتنه کې دواړو لورو د ترجیحي تعرفو، سوداګرۍ، ټرانزیټ، د سوداګریزو راکړو ورکړو د زیاتوالي او د دواړو هېوادونو ترمنځ د ۲۴ ساعته ګمرکونو په اړه هراړخیزې خبرې وکړې.
 
همدارنګه د اسلامي امارت د صنایعو او سوداګرۍ وزارت سرپرست او د پاکستان د اسلامي جمهوریت د سوداګرۍ وزیر په سیمه ایز پیوستون باندې په ټینګار سره، د روسیې فدراسیون د هند له سمندر سره او له جنوب ختیځ سره د سویلي آسیا د هیوادونو د نښلولو لپاره خپل چمتووالی اعلان کړ.
 
له بلې خوا د صنايعو او سوداګرۍ وزارت سرپرست نورالدين عزيزي او ورسره مل پلاوي د اسلامي نړۍ په سازمان (OEC) کې د روسيې له ځانګړي استازي رمضان عبدالطیپوف سره وکتل.
 
په دې کتنه کې د افغانستان د روان وضعیت په اړه خبرې وشوې او ښاغلي عزیزي وویل، پخوا هم پوځي فشارونه وو او اوس د افغانستان پر خلکو رواني او اقتصادي فشارونه دي او د ملت پیسې بندیږي. د افغان ولس غږ باید په ځانګړي ډول اسلامي هېوادونو ته ورسېږي تر څو له افغان ولس سره همکاري وکړي.
 
دغه راز په دې کتنه کې عبدالرب تیپوف وړاندیز وکړ، چې د افغانستان په خاطر دې د سیمې او اسلامي هېوادونو د یووالي، همغږۍ او راټولېدو لپاره د سیمې او نړۍ هېوادونو کنفرانس جوړ شي.
 
د یادولو وړ ده چې د اسلامي امارت د صنایعو او سوداګرۍ وزارت د سرپرست نورالدین عزیزي په مشرۍ افغان پلاوی دوه ورځې وړاندې په روسیه کې د ۲۰۲۳ کال په نړیواله اقتصادي غونډه کې د ګډون په موخه دغه هیواد ته ولاړ. دغه پلاوی به د دغه سفر په ترڅ کې د افغانستان او روسیې او د نړۍ د نورو هېوادونو تر منځ د سوداګرۍ د اسانتیاوو او د پانګونې د ودې په اړه خبرې اترې وکړي.
 
https://avapress.com/vdcjaye8iuqeatz.b,fu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته