دخپریدو نیټه :سه شنبه ۲ جوزا ۱۴۰۲ ساعت ۰۸:۴۷
د مطلب کود : 270489
د ملګرو ملتونو امنیت شورا په افغانستان کې د ملکي وګړو د خوندیتوب په اړه بحث کوي
د ملګرو ملتونو امنیت شورا وايي، د ملکي وګړو د خوندیتوب اونۍ په مناسبت به د ملګرو ملتونو د سرمنشي انتونیو ګوترش په حضور کې په افغانستان کې د ملکي وګړو د خوندیتوب په اړه به غونډه وکړي.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر (OCHA) اعلان کړی چې دغه غونډه به د ملکي وګړو د خوندیتوب اونۍ په مناسبت جوړه شي.
 
په دې غونډه کې به د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوتریش د ملکي وګړو د خوندیتوب په اړه خپل کلنی راپور وړاندې کړي.
 
اوچا په یوه ټویټ کې دا هم لیکلي چې په دې غونډه کې به د ملګرو ملتونو غړي هېوادونه، د دې سازمان بېلابېلې ادارې، د سره صلیب نړیواله کمېټه او د سرې میاشتې ادارې او د مدني ټولنې سازمانونه راټول شي چې د "په مهمو مسئلو خبرې وکړي.
 
د اوچا د شمېرو له مخې، په ۲۰۲۲ کال کې په افغانستان کې تر ۷۰۰ ډېر ماشومان د ځمکنیو ماینونو، د چاودېدونکو توکو د پاتې شونو او د ځای پر ځای شویو چاودېدونکو توکو له امله وژل شوي، چې په اوسط ډول هره ورځ دوه ماشومان دي.
 
په افغانستان کې د څو لسیزو جګړو په ترڅ کې د ماشومانو په ګډون ملکي وګړي د جګړې او تاوتریخوالي اصلي قربانیان دي.
 
https://avapress.com/vdcfcxd01w6deja.,ziw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته