دخپریدو نیټه :سه شنبه ۲ جوزا ۱۴۰۲ ساعت ۱۲:۵۲
د مطلب کود : 270516
له سیمې او نړۍ سره د اسلامي امارت اقتصادي اړیکې د ټولو خواوو په ګټه دي
د اسلامي امارت رئیس الوزرا سرپرست مولوي عبدالکبیر د صنایعو او سوداګرۍ وزارت له سرپرست سره په کتنه کې د سیمې له هیوادونو سره د نفتو او لومړنیو اجناسو په برخه کې د افغانستان لپاره غوره انتخاب وباله او د اسلامي امارت سره اقتصادي اړیکې د سیمې او نړۍ د ټولو خواوو په ګټه دی.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د اسلامي امارت د رئیس الوزرا مطبوعاتي دفتر د خبرپاڼې له مخې، مولوي عبدالکبیر د صنعت او سوداګرۍ له سرپرست وزیر نورالدین عزیزي سره په سپیدار ماڼۍ کې وکتل.
 
نورالدین عزیزي روسیې او د سیمې هېوادونو ته د خپل سفر راپور او لاسته راوړنې له سرپرست رئیس الوزرا سره شریکې کړې او دغه سفر یې له لاسته راوړنو ډک وباله.
 
د سوداګرۍ او صنایعو وزارت سرپرست په دې ناسته کې وویل، په هېواد کې د برېښنا د تولید، د کانونو د استخراج، هېواد ته د تېلو او خوراکي توکو د واردولو او د ټرانزیټ او سیمه ییز اتصال په اړه مهمې ناستې ترسره شوې، چې پایلې به یې د افغانستان او سیمې په ګټه وي.
 
هغه زیاته کړه، چې افغان پلاوي په دغه سفر کې د تاتارستان له ولسمشر سره هم کتلي دي.
 
د عزيزي د ​​څرګندونو له مخې، دغه سفر د ګډونوالو له خوا ښه راغلاست ووايه او د سيمې هېوادونو له افغانستان سره په تعليمي او تحصيلي برخو کې پر همکاريو خبرې وکړې.
 
له بلې خوا مولوي عبدالکبير وويل له سيمې او نړۍ سره د اسلامي امارت اقتصادي اړيکې دټولو خواوو په ګټه دي او په دې برخه کې د صنعت او سوداګرۍ وزارت هڅې د ستاينې وړ دي .
 
هغه زیاته کړه، د سیمې هېوادونه د تېلو او لومړنیو توکو په برخه کې د افغانستان لپاره ښه انتخاب دی او دې برخې ته به ډېره پاملرنه وشي.
 
مولوي عبدالکبیر د سوداګرۍ او صنایعو وزارت سرپرست ته د سیمې او نړۍ له هېوادونو او شرکتونو سره د سوداګریزو اړیکو د ټینګښت او افغانستان ته د هغوی د توجه جلبولو او په هېواد کې د پانګونې په اړه لازمې لارښوونې وکړې.
 
د یادولو وړ ده چې څه موده وړاندې د اسلامي امارت د صنایعو او سوداګرۍ وزارت سرپرست د روسیې د فدراسیون او اسلامي نړۍ د ۲۰۲۳ کال په ۱۴ مه اقتصادي غونډه کې د ګډون په موخه د روسیې د تاتارستان جمهوریت ته تللی و. نورالدین عزیزي په دغه څو ورځني سفر کې د بېلابېلو هېوادونو له چارواکو سره د اقتصادي همکاریو او د افغانستان په ټرانزیټي هېواد بدلولو په اړه ډېرې ناستې او خبرې اترې وکړې.
 
https://avapress.com/vdcgqz9x3ak9un4.1gra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته