دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۴ جوزا ۱۴۰۲ ساعت ۰۹:۴۸
د مطلب کود : 270630
کاظمي قمي: ایران د هېوادونو د ځانګړو استازو په همکارۍ په افغانستان کې اغېزمن رول لوبوي
په افغانستان کې د ایران سفیر او ځانګړي استازي حسن کاظمي قمي په افغانستان کې د پاکستان د ځانګړي استازي په توګه د آصف دراني ټاکل کېدو ته په اشارې سره وویل، هیله لري چې د هېوادونو د ځانګړو استازو په همکارۍ په افغانستان کې اغېزمن رول ولوبوي.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د افغانستان په چارو کې د ایران ځانګړی استازی او په کابل کې سفیر حسن کاظمی قمی نن (پنجشنبه، ۴) په خپل ټوېټر پاڼه کې لیکلي چې په ایران کې د پاکستان پخوانی سفیر او ځانګړی استازی آصف علی خان درانی د افغانستان په چارو کې د اسلام اباد ځنګړي استازي په ټوګه ټاکل شوي دي.
 
حسن کاظمي قمي آصف دراني ته په خطاب کې وویل: د افغانستان په چارو کې زموږ د دوست او ورور هېواد پاکستان د ځانګړي استازي په توګه د ټاکل کېدو له امله تاسو ته د زړه له کومې مبارکي وایم.
 
په کابل کې د ایران سفیر زیاته کړه چې په افغانستان کې د پاکستان د ځانګړي استازي په توګه د آصف دراني ټاکل د سیمې په هېوادونو کې د هغه د بریاوو د تجربو له امله دي.
 
د ایران د اسلامي جمهوریت ځانګړي استازي هیله څرګنده کړې، چې د آصف دراني او د سیمې د هېوادونو د نورو ځانګړو استازو اغېزمنې همکارۍ به په افغانستان کې د سیمه ییزو همکاریو اغېزمنې بڼه خپله کړي.
 
باید وویل شي، چې تېره ورځ په کابل کې د پاکستان سفارت تایید کړه، چې لومړي وزیر شهباز شریف آصف علي خان درانی د افغانستان په چارو کې د پاکستان د ځانګړي استازي په توګه ټاکلی دی.
 
آصف دراني په خپل وروستي رسمي ماموریت کې له ۲۰۱۵ کال څخه تر ۲۰۱۷ کال پورې په ایران کې د پاکستان د سفیر په توګه دنده ترسره کړې او بیا تقاعد شو.
 
نوموړي د پاکستان په بهرنیو چارو وزارت کې د خپلې ۳۰ کلنې کاري تجربې په ترڅ کې په متحده عربي اماراتو کې د دغه هېواد د سفیر، په تهران کې د پاکستان د سفارت د مرستیال او په افغانستان کې د پاکستان د سفارت د مرستیال په توګه هم کار کړی دی.
 
https://avapress.com/vdcdsz0xzyt0596.lb2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته