دخپریدو نیټه :شنبه ۶ جوزا ۱۴۰۲ ساعت ۱۵:۱۵
د مطلب کود : 270755
په تېره یوه میاشت کې د سېلابونو له امله ۴۲ کسان وژل شوي دي
د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې وزارت ویاند وايي، په تېره یوه میاشت کې د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې د سېلابونو او سختو بارانونو له امله ۴۲ تنه مړه شوي دي.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې وزارت ویاند شفیع الله رحیمي د سې شنبې په ورځ د جوزا په ۶ مه په یوه ویډیويي ټیپ کې وویل چې په تېره یوه میاشت کې د طبیعي پېښو له امله خلکو ته مالي او ځاني زیانونه اوښتي دي.
 
د رحيمي په وينا، دغه ٤٢ کسان په کاپيسا، ميدان وردګو، تخار، بدخشان، غور، کونړ، ننګرهار، نورستان، لغمان، خوست، دايکنډي او پکتيا ولايتونو کې وژل شوي دي او ۴۵ تنه نور ټپیان شوي هم دي.
 
د رحيمي په وينا، په يادو ولايتونو کې ٣٤١ کورونه په بشپړه توګه ويجاړ شوي، چې په پايله کې يې د دې سيمو اوسېدونکو ته ډېر مالي زيانونه اوښتي دي.
 
رحيمي زياته کړه چې په دې موده کې ٥٧٣ جريبه کرنيزه ځمکه او باغونه هم ويجاړ شوي دي.
 
نوموړي دغه راز وويل، چې دغه وزارت د ملي او نړيوالو مرستندويه ادارو په همکارۍ په ټول هېواد کې له ١٥زره کورنيو سره د خوراکي او غير خوراکي توکو مرسته کړې ده.
 
د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې وزارت ویاند له ملي او نړیوالو بنسټونو وغوښتل چې د افغانستان اوسنیو شرایطو ته په پام سره خپلو مرستو ته دوام ورکړي.
 
د راپورونو له مخې په میدان وردګو او غور ولایتونو کې په وروستیو څو ورځو کې سختو سیلابونو هم کروندګرو ته مالي زیانونه اړولي دي.
 
https://avapress.com/vdcbsgb5srhbzzp.q3ur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته