دخپریدو نیټه :يکشنبه ۲۱ جوزا ۱۴۰۲ ساعت ۱۳:۵۳
د مطلب کود : 271560
د خوړو نړیوال پروګرام تر ۴۰ زرو زیاتو ماشومانو ته د خوارځواکۍ د درملنې زمینه برابره کړې ده
په افغانستان کې د خوړو نړیوال پروګرام (WFP) اعلان کړی چې د روان کال په لومړیو دوو میاشتو کې دغه پروګرام د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو کې څه باندې ۴۰ زره ماشومانو ته د خوارځواکۍ د مخنیوي او درملنې خدمتونه وړاندې کړي دي.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: په افغانستان کې د خوړو نړیوال پروګرام دفتر نن (یکشنبه، جوزا ۲۱) اعلان وکړ چې دغه خدمات به د فرانسې، جرمنی، ایټالیا، جاپان، سویلی کوریا، اروپایی اتحادیې په مالي مرسته د افغانستان ماشومان ته به وړاندې شي.
 
په افغانستان کې د خوړو د نړیوال پروګرام دفتر ویلي دي چې د دغه سازمان د «تغذيې» پروګرام د ماشومانو د خوارځواکۍ په مخنیوي او ژغورلو کې مرسته کوي.
 
تر دې مخکې د روغتیا نړیوال سازمان اعلان کړی و، چې په افغانستان کې ۲۰ میلیونه وګړي د خوارځواکۍ او ساري ناروغیو له ګواښ سره مخ دي.
 
د مرستندويه ادارو د شمېرو له مخې، په افغانستان کې د کورنيو ترمنځ د بې وزلۍ د خپرېدو له امله په خوارځواکۍ اخته ماشومان هم زيات شوي دي.
 
https://avapress.com/vdcg3q9xzak9un4.1gra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته