دخپریدو نیټه :دوشنبه ۲۲ جوزا ۱۴۰۲ ساعت ۰۹:۱۸
د مطلب کود : 271599
د بغلان په تاله او برفک ولسوالۍ کې د ډبرو سکرو د کان یو کارکوونکی د ګازو د نیولو له امله مړ شوی دی
د بغلان سیمه ییز چارواکي وايي، د دغه ولایت په تاله او برفک ولسوالۍ کې د ډبرو سکرو د کان یو کارکوونکی په کان کې دننه د ګازو د تنفس له امله وژل شوی دی.
افغان غږ خبری آژانس - مزارشریف: د بغلان ولایت د امنیې قوماندانۍ ویاند شیر احمد برهانی وایی، دغه سړی پرون جمعه (جوزا ۲۰) د تاله و برفک د ډبرو سکرو په کان کې د ګاز ډبې په چاودنه کې وژل شوی دی.
 
هغه زياته کړه، چې د دغه کارګر جسد له کان څخه را ايستل شوى دى.
 
دا پېښه په داسې حال کې کېږي چې د کانونو او پټرولیم سرپرست وزیر شهاب الدین دلاور بغلان ته د خپل سفر پر مهال ویلي وو چې د کانونو د کارګرانو د مرګ ژوبلې د مخنیوي په خاطر به دوی ته د کار جوازونه وویشل شي څو په مسلکي ډول کار وکړي.
 
باید وویل شي، چې په هېواد کې ماینونه د امنیتي تدابیرو د نشتوالي له امله وخت په وخت د خلکو د مرګ ژوبلې لامل ګرځي.
 
https://avapress.com/vdci3zar3t1ayw2.k6ct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته