دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۲۴ جوزا ۱۴۰۲ ساعت ۱۱:۰۴
د مطلب کود : 271722
په افغانستان کې د سره صليب کمېټې فعاليتونه پراخ شوي دي
د سره صليب نړيواله کمېټه وايي، د اسلامي امارت له جوړېدو سره په تېرو دوو کلونو کې په افغانستان کې د دغه سازمان فعاليتونه ډېر شوي دي.
افغان غږ خبری آژانس: د دې کمېټې مسوولينو پرون (جوزا ٢٣) د کندهار له سيمه ييزو چارواکو سره په ليدنه کې وويل، چې دوى به خپلې مرستې او فعاليتونه له دولت سره په همغږۍ ترسره کوي.
 
د دغې کمېټې مسوولینو څرګنده کړه چې دغه فعالیتونه د روغتیايي خدمتونو، د څښاک د صحي اوبو په برابرولو او له اړو کورنیو سره د مرستې په برخه کې شوي دي.
 
په افغانستان کې د سره صليب د نړيوالې کمېټې مشرې ايلوا فيليون وويل: په افغانستان کې زموږ ځينې فعاليتونه په دوامداره توګه پر مخ ځي، لکه معلولينو ته هغه خدمتونه چې له څلوېښتو کلونو را په دې خوا ترسره کېږي، اوس موږ هوډ کړی دی چې له خلکو سره په نورو برخو کې هم کار وکړي."
 
خو د کندهار سیمه ییزو چارواکو هم د دې کمېټې له مسؤلینو څخه غوښتنه کړې، چې د روغتیايي خدمتونو په وړاندې کولو کې دې لا زیاته همکاري وکړي او اسلامي امارت له دې ادارې سره هر ډول همکارۍ ته چمتو دی.
 
په داسې حال کې چې د سره صليب نړيواله کميټه د جګړو او جګړو پر مهال د ټپيانو د لېږد او درملنې په برخه کې اغېزمن رول لوبولى، اوس چې په هېواد کې نوره جګړه نشته، دغه بنسټ هم غواړي په خپلو فعاليتونو کې بدلون راولي.
 
https://avapress.com/vdcgxq9xxak9uu4.1gra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته