دخپریدو نیټه :سه شنبه ۳۰ جوزا ۱۴۰۲ ساعت ۰۹:۳۶
د مطلب کود : 272045
په شمالي ولایتونو کې د ملخانو پراخ برید ۱.۲ میلیونه ټنه غنم له منځه وړي
د ماشومانو د ساتنې نړیوال سازمان د افغانستان په شمالي ولایتونو کې د ملخانو د پراخ برید په اړه خبرداری ورکړی او ویلي یې دي چې ملخان د ۴۸۰ میلیونو ډالرو په لګښت ۱،۲ میلیونه ټنه غنم، چې د دغه هېواد د کلني حاصلاتو نږدې څلورمه برخه ده، له منځه وړي.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د ماشومانو د ژغورنې نړیوال سازمان په یوه راپور کې ویلی چې په تېرو دوو میاشتو کې دغه سازمان د بودیجې د کمښت له امله له اته میلیونو افغانانو سره د خوراکی توکو مرستې بندې کړې او دغه وضعیت په ملیونونو خلک یې د لوږې د شدیدې کچې ته رسولي دي.
 
د دې ادارې په وینا، د ملخانو خپرېدل د افغانستان د خلکو لپاره تر ټولو ناوړه وخت دی، چې شاوخوا ۱۵،۳ میلیونه وګړي، د نفوس دریمه برخه، چې ۳.۲ میلیونه ماشومان هم په کې شامل دي، په راتلونکو پنځو کلونو کې د لوږې له جدي ګواښ سره مخ دي. میاشتې
 
د ماشومانو د ساتنې نړیوال سازمان زیاته کړې، چې نړیواله ټولنه باید بشري مرستې زیاتې کړي او د افغانستان خلکو ته پراختیایي مرستې بیا پیل کړي.
 
د راپور له مخې، د مراکش ملخان چې په نړۍ کې یو له خورا زیان رسوونکو نباتاتو آفتونو څخه دی، د افغانستان له ۳۴ ولایتونو څخه اته یې اغیزمن کړي دي.
 
دا په داسې حال کې ده، چې د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې سازمان د افغانستان د شمالي او شمال ختیځو ولایتونو تر څېړنو وروسته ویلي، چې سږ کال به د هېواد د اتو ولایتونو پر کروندو د مراکش ملخانو یرغل د حاصلاتو د تخریب لامل شي.
 
https://avapress.com/vdcfj0d0tw6dexa.,ziw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته