دخپریدو نیټه :يکشنبه ۴ سرطان ۱۴۰۲ ساعت ۱۲:۴۵
د مطلب کود : 272314
موږ پر بې دفاع فلسطینیانو د اسرائیلو وحشیانه ظلمونه په کلکه غندو/ سوډاني خلک باید د یووالي او ورورولۍ لپاره کار وکړي
د اسلامي امارت مشر د لوي اختر په مناسبت په یوه پیغام کې د فلسطین مسئلې ته په اشارې سره ویلي دي: مونږ د فلسطین په ښځو، ماشومانو او بې دفاع خلکو باندې د اسرائیلو ظلمونه په کلکه غندو او له نورو هیوادونو یې غواړو چې مخنیوی یې وکړي. د دې ستر جنایت او وحشیانه ظلمونو لپاره خپل مکلفیت سرته ورسوي. مولوي هبة الله اخندزاده د سوډان له خلکو او اسلامي حکومت څخه وغوښتل له اختلافاتو او جګړو ډډه وکړي او د يووالي، امنيت او ورورولۍ لپاره په ګډه کار وکړي.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د اسلامي امارت مشر مولوي هبة الله اخندزاده د لوي اختر د رارسیدو په مناسبت په یوه پیغام کې ټولو مسلمانانو او د افغانستان خلکو ته د کوچني اختر د رارسیدو له امله مبارکي وویله او د عباداتو د قبلیدو هیله یې وکړه. د اسلام په لاره کې د قربانۍ، صدقې، حج او خدمت کولو په لاره کې د خدای تعالی په دربار کې د حج د مبارک فریضې د ترسره کولو لپاره د نړۍ له بېلابېلو هېوادونو څخه د میلیونونو مسلمانانو حضور، خلک و یووالي او خواخوږۍ ته رابلي.
 
د افغانستان مجاهد او مؤمن ولس او د نړۍ ټولو مسلمانانو ته!
السلام علیکم ورحمت الله وبرکاته!
له هر څه د مخه تاسې ټولو ته د نېکمرغه لوی اختر مبارکي وایم. الله تعالی مو قربانۍ، صدقات، حجونه، د اسلام په لاره کې خدمتونه او ټول حسنه اعمال مقبول وګرځوه. آمین یا رب العالمین.
هیله مې داده، چې د اختر دغه مبارکې ورځې په خوشحالۍ ونمانځو د اختر لمونځ، قرباني، حج او نور ټول عبادات په احسنه طریقه ترسره کړو.
د لوی اختر مبارکې ورځې، چې له یوې خوا په کې د قربانۍ وجیبه ترسره کېږي او له بلې خوا په حرمینو شریفینو کې د نړۍ د بېلابېلو هېوادونو څخه په میلیونونو مسلمانان په کې د حج مبارکه فریضه ترسره کوي، د عبادت، ورورولۍ او قربانۍ هغه ورځې دې، چې مسلمانان اتحاد او خواخوږۍ ته رابولي او د الله تعالی لپاره د قربانۍ او ایثار احساس ورکوي.
دا چې د عبادت او قربانۍ دغه ورځې زموږ په ځورېدلي ولس په داسې حال کې راځي، چې هېواد مو له اسلامي نظام او سرتاسري امن څخه برخمن دی، هېوادوال مو باید د الله تعالی شکر اداء کړي تر څو د لا نورو الهي انعاماتو مستحق وګرځو.
 
افغانستان یو اسلامي نظام او ملي امنیت لري
لله الحمد د اسلامي امارت په حاکمیت سره اسلامي نظام اعاده شوی دی، مقدس اسلامي شریعت اعلان او تطبیق شوی دی، د دیني شعائرو د لوړتیا او د یني مراکزو د پراختیا او تقویې لپاره مهم اقدامات شوي دي.
د تقنین،  حکومتدارۍ، قضاء، اقتصاد، کلتور او د ژوند نورو ډګرونو کې دیني اصلاحات جریان لري. دا ټول هغه اهداف او ارزښتونه دي، چې د ترلاسه کولو لپاره یې زموږ مؤمن ولس اوږدې مبارزې کړې او لویې قربانۍ یې ورکړې دي.
په ملي کچه د افغانستان استقلال او خپلواکي یو ځل بیا تأمین شوي، اسلامي اخوت او ملي وحدت ټینګ شوی، د قوم، ژبې او سمت په عنوان هر ډول تعصبات له منځه وړل شوي، د  هیواد ارضي تمامیت حفظ شوی او د ټولو سرحداتو په کلکه دفاع او ساتنه کیږي.
د هېواد ملي شتمنۍ لکه ګمرګي او مالیاتي عوائد، معادن،امارتي ځمکې، ځنګلونه او نورو ملکیتونه، چې د ملت ګډ مال دی، د شخصي استفاده کوونکو او زورواکو له لاسه ایستل شوي او د بیت المال د شتمنیو په حیث خوندي شوي.
 
د ښځو ټول شرعي حقونه برابر شوي دي
د اسلامي امارت په حاکمیت سره د مېرمنو د اجباري نکاح او په بدو کې يې د ورکولو په شمول له نورو ګڼور رواجي ظلمونو څخه د ژغورلو په موخه لازم اقدامات ترسره شوي دي،  ټول شرعي حقوق يې تأمین شوي دي.
د ټولنې د نیمې برخې په حیث د میرمنو اصلاح، حجاب، عفت، له اختلاط څخه مخنیوي او د اسلامي شریعت تر سیوري لاندې د باسعادته ژوند په مسیر د برابرولو په موخه مهم اقدامات شوي دي.
د ښځو د بې حجابۍ او ګمراهۍ اړوند د شل کلن اشغال منفي تأثیرات د ختمیدو په حال کې دي.
د ښځو د حقوقو په اړه د ۶ماده ییز فرمان په صدور سره د یوه آزاد او باعزته انسان په حیث د مېرمنو حیثیت اعاده شوی او د نکاح، میراث او نورو حقوقو د تأمین په برخه کې ټول ادارات د میرمنو په مرسته مکلفې شوې دي.
د شرعي محاکمو په فعالیت سره سپیڅلی شریعت یو ځل بیا په عملي ډول پلی شوی دی. هغه دیني احکام، شرعي اوامر، حدود او قصاص چې د عملي اجراء امکانات یې نه و، لله الحمد اوس یې اجراء په خپلو سترګو وینو.
دغه راز د امربالمعروف او نهی عن المنکر لویه فریضه عملا ترسره کیږي، په دې برخه کې د اسلامي دعوت له اصولو سره سم د اعتدال، مصلحت او شفقت له اصولو سره سم د ټولنې د اصلاح په مقصد اقدامات ترسره کیږي، چې په برکت یې په ټولنه کې ورځ تر بلې اصلاح راځي او منکرات د ختمیدو په حال کې دي.
 
د اقتصادي سقوط مخه ونیول شوه
په اقتصادي برخه کې ویلای شو، چې ټول هغه اټکلونه، چې دلته یې د بشپړ اقتصادي سقوط او سرتاسري بحران وړاندوینه کېدله د الله تعالی په فضل غلط ثابت شوي دي.
د اسلامي امارت د حکیمانه اقداماتو، اخلاص او شفافیت په برکت د اقتصادي سقوط مخه نیول شوې. د هېواد په نږدې تاریخ کې په لومړي ځل هیواد په اقتصادي لحاظ خودکفا شوی دی او د بیارغونې، زراعت، آبیاري، سرک سازي، معادنو د استخراج او نورو برخو کې مهم ترتيبونه پيل او تر لاس لاندې نيول شوي دي.
اسلامي امارت په اقتصادي برخه کې د لا نور پرمختګ او د هیوادوالو د اقتصادي ستونزو د له منځه وړلو په موخه په ټولو پانګوالو او ملي تجارانو غږ کوي، چې په بیلابیلو برخو کې په سرمایه ګذاري د هېواد د پرمختګ او پراختیا په برخه کې خپل مکلفیتونه اداء کړي.
اسلامي امارت د دوی امنیت او د ټولو حقوقو رعایت ته ژمن دی او ټولې دولتي ادارې مکلفیت لري، چې د هېواد د ښیرازۍ او اقتصادي پرمختګ په برخه کې پانګوالو ته لازمې اسانتیاوې برابرې کړي.
څرنګه مو، چې په هېواد کې څو لسیزې جګړې تیرې شوې او په سلګونو زره یتیمان، کونډې او بې وزلې کسان راپاته دي، اسلامي امارت د دوی د حقوقو تأمین او مرستې ته کلکه ژمنتیا لري.
دغه راز په اهل خیر شتمنو هېوادوالو او په ځانګړې توګه په خپلوانو يې غږ کوم، چې بې وزله یتیمان هیر نه کړي، د هغوی پالنې، تربیې او مرستې ته پوره توجه وکړي.
 
د بهرنیانو د ګټو لپاره امنیت مه خرابوئ
دا چې د لسیزو جګړو وروسته په ټول هېواد کې سرتاسري امن راغلی او اسلامي نظام حاکم شوی دی، نو ټول هغه کسان چې امن ته ګواښ پېښوي د هغوی څخه مو دا غوښتنه ده، چې نور په خپل هېواد کې د خپلو هېوادوالو سره د سوکالۍ ژوند پیل او د امن په ثبات کې مرسته وکړي، د پردیو د ګټو لپاره دې راغلی امن نه متضرر کوي.
د سوالګرو کسانو له سوال څخه د راګرځولو په برخه کې د پام وړ اقدامات شوي دي او زرګونو سوالګرو ته چې اړمن تثبیت شوي، د اسلامي امارت لخوا مرستې ورکول کیږي.
خو د حرفوي او غير اړمنو سوالګرو د مخنيوي په برخه کې د علماء کرامو، د مساجدو د امامانو د نورو مؤثرو اشخاصو همکاری ته اړتيا ده، چې د سوال د بدۍ بیانولو، د پوهاوي او کار او کسب ته د هڅولو په برخه کې لاس په کار شي.
 
د نشه يي توکو کښت صفر ته نږدې شوی دی
د اسلامی امارت د رغنده او ګټورو اقداماتو له برکته د نشه يي توکو کرکېله د نشت برابر شوی ده، چې شريفو هېوادوالو د اسلامي لارښونو له مخې د نړیوالو له تطميع او همکارۍ پرته بديل معيشت ته مخه کړې او د ياد اقدام ګټې ورځ تر بلې مخې ته راځي، همدا راز د هر ډول نشه اي توکو په توريد، توليد او استعمال بندیز لګېدلی دی، چې لله الحمد زيات هېواد وال او په ځانګړي توګه ځوان قشر يې له ضرر څخه نجات موندلی دی.
د اسلامي امارت ګڼې اړونده ادارې د هغو هېواد والو د علاج په موخه لاس په کار شوې دي، چې د اشغال ۲۰ کلنه دوره کې په مخدره موادو او نورو نشه يي توکو روږدي شوي وو، چې د روغتيا، پوهاوي او عادي ژوند ته د بېرته ګرځېدو چارې يې په منظمه توګه جريان لري.
 
غصب شوې ځمکې به بیرته ورکړل شي
څرنګه چې د شل کلن اشغال په وخت کې د مؤمن ولس ډیر حقوق تلف شوي او د بیت المال شتمنۍ د زورواکو لخوا غصب شوي دي، اسلامي امارت د دې نقصانونو د جبیرې لپاره د غصب شویو ځمکو د بیرته راګرځولو ځانګړی کمیسیون ټاکلی دی، چې تر اوسه یې په سلګونو زره جریبه غصب شوې ځمکې تثبیت او له غصب څخه خلاصې کړې دي.
دا، چې د ظلم او غصب مخنیوی یوه عمومي وجیبه ده، بناء په ټولو هیوادوالو غږ کوم، چې د غصب څخه د مخنیوي کمیسیون سره همکاري وکړي، تر څو د خلکو او بیت المال غصب شوې شتمنۍ له غصب څخه خلاصې او حق خپل حقدار ته ورسیږي.
 
موږ د هېوادونو په کورنیو چارو کې لاسوهنه نه کوو/ موږ د افغانستان په چارو کې د لاسوهنې اجازه نه ورکوو
اسلامي امارت د ټولې نړۍ په ځانګړي توګه له اسلامي هیوادونو سره ښې او رغندې سياسي او اقتصادي اړیکې غواړي او په دې برخه کې يې خپل مکلفیت ادا کړی دی. لکه څرنګه چې موږ د نورو هېوادونو په کورنیو چارو کې لاسوهنه نه کوو، همدا ډول نوروته هم اجازه نه ورکوو، چې په هيڅ پلمه او عنوان زموږ په کورنیو مسائلو کې لاسوهنه ولري او یا موږ ته لارښونې وکړي.
د اسلامي امارت مسئولینوته مې توصیه دا ده، چې د حکومتدارۍ په ټولو برخو کې د مؤمن ولس د خدمت، امنیت او هوساینې لپاره خپل مکلفیتونه په جدیت سره تعقیب کړئ.
خپلې دروازې د ولس پر مخ خلاصې کړئ، کارونه یې په احسنه او عاجله طریقه اجراء کړئ، له خلکو سره هیڅکله داسې چلند مه کوئ، چې ولس ځان له مسؤلینو کم او یا پردی وبولي.
دا هماغه ولس دی، چې د ۲۰ کلن جهاد په سلسله کې یې خپل ځان، مال، کور او اولاد له مجاهدینو قرباناوه او هر قسم قربانۍ ته حاضر وو.
اوس دولتي منسوبین په ابتلاء کې دی، چې له دې ولس سره متقابلا څرنګه چلند کوي. امنیتي مسؤلینو ته مې هدایت دی، چې په ځانګړي ډول  د اختر په ورځو کې د خپل مؤمن اولس هوساینې، خدمت او خوندیتوب ته پوره توجه وکړئ.
د هیواد والو د خوشحالۍ او ارامۍ لپاره ټول لازم اقدامات ترسره کړئ، د شهیدانو، معلولينو او يتیمانو د کورنیو پوښتنه وکړئ او د خپل توان په اندازه ورسره مرسته وکړئ.
 
د اختر په ورځو کې د امنیت پر تامین ټینګار
زموږ او ستاسو ګډ مسئولیت جوړېږي، چې د خپل اسلامي نظام ساتنه، پالنه او خدمت وکړو، دا نظام د زرګونو شهېدانو د وینو په قیمت او د مجاهد ولس په خورا سترو ستړیاوو او قربانیو لاسته راغلی، راځئ چې د ساتنې لپاره يې هم ټول په اتفاق همت وکړو، لکه وروڼه د یو او بل ترڅنګ ودریږو، د دښمنانو ټولې دسیسې شنډې کړو، د امنیت، سوکالۍ، آبادۍ او ولسي خدمت قدر وکړو او د لا پیاړوتیا لپاره يې لاس په کار واوسو.
د شکر ځای دی، چې له هېواد څخه مو په لسګونو زره حاجیان د حج د سترې فریضې د اداء کولو لپاره بیت الله شریف ته تللي.
د دولتي مسؤلینو له لوري یې په پوره اهتمام سره خدمت کیږي او ټولې لازمې اسانتیاوې ورته برابرې شوې دي.
حرمینو شریفینو ته د نړۍ له ګوټ ګوټ څخه راغلیو حجاجو څخه غوښتنه کوم، چې د ټول اسلامي امت او په ځانګړي ډول زموږ د ځوریدلي ولس او هیواد لپاره دعاء ګانې وکړي، تر څو یې الله تعالی له دنیوي او اخروي سعادت او سرلوړۍ څخه برخمن کړي.
 
موږ د فلسطین د خلکو په وړاندې د اسراییلو وحشیانه ظلمونه په کلکه غندو / د سوډان خلک باید متحد شي
د فلسطين په  مېرمنو، ماشومانو او عامو بې دفاع مسلمانانو د اسرائيلو ظلمونه په کلکو ټکو غندو او له نورو هېوادونو څخه هم غواړو، چې د دې ستر بشري جنايت او وحشي مظالمو د مخنيوي په برابر خپل مکلفيت ادا کړي.
د سوډان اسلامي هېواد له خلکو او حکومت څخه مو دا غوښتنه ده، چې خپل منځي اختلافات او جنګونه ترک کړي، د يووالي، امنيت او ورورګلوی لپاره په ګډه کار وکړي، بلکې په مجموع کې د اسلامي امت د ټولو ستونزو او ناخوالو حل د دوی په يو والی او اتفاق کې دی، چې د دغه ستر مطلب د تر لاسه کولو په هکله هر مسلمان مکلفيت لري، چې بايد يې درک او په اخلاص او احساس  سره ادا کړي، تر څو د مغرضو کړیو د تفرقه اچونې دسيسي شنډې او مسلمان ولسونه د اتفاق او اسلامي اخوت له نعمت څخه برخمن شي.
په پای کې یو ځل بیا ټول مؤمن او شریف ولس ته د لوی اختر مبارکي وایم، الله تعالی دې وکړي، چې د تل لپاره خپل اخترونه همداسې د بشپړې خپلواکۍ او اسلامي نظام په سیوري کې ولمانځو.
 
https://avapress.com/vdcezw8wejh8fxi.r6bj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته