دخپریدو نیټه :دوشنبه ۵ سرطان ۱۴۰۲ ساعت ۰۹:۲۹
د مطلب کود : 272351
د هېواد د درېیو ولایتونو لپاره نوی والي وټاکل شو
د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد اعلان کړی چې د اسلامي امارت د مشر ملا هبت الله اخندزاده د فرمان له مخې د بدخشان، کونړ او زابل ولایتونو لپاره نوي واليان ټاکل شوي دي.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد تېره شپه (یکشنبه، سرطان ۴) په خپل ټویټر پاڼه کې لیکلي چې محمد ایوب خالد د بدخشان د والي په توګه او قدرت الله ابو حمزه د کنړ د والي په توګه او مولوي حزب الله د زابل د والي په توګه وټاکل شو.
 
ذبیح الله مجاهد زیاته کړه چې محمد ایوب خالد د کونړ والي، مولوي حزب الله د ۲۱۷ عمري قول اردو قومندان او قدرت الله ابو حمزه د زابل والي وو.
 
په دغو نویو ګمارنو کې د اسلامي امارت مشر امان الدین منصور د بدخشان پخوانی والي د ۲۱۷ عمري قول اردو د قومندان په توګه، محمد آغا ابراهیم د دې قول اردو د مرستیال په توګه او مولوي عبدالجمیل د بدخشان د ښاري محکمې قاضي په توګه ټاکل شوي دي.
 
د یادولو ده، چې شاوخوا درې اونۍ وړاندې په بدخشان ولایت پخوانی مرستیال او سرپرست نثار احمد احمدي په یوه ځانمرګي برید کې ووژل شو، چې مسوولیت یې داعش پر غاړه واخیست.
 
https://avapress.com/vdcft0d0yw6dema.,ziw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته