دخپریدو نیټه :سه شنبه ۶ سرطان ۱۴۰۲ ساعت ۰۹:۲۹
د مطلب کود : 272414
د میدان وردګ ولایت له روزنیز کورس څخه ۶۰۰ امنیتي ځواکونو فارغ شول
د میدان وردګ ولایت سیمه ییز چارواکي وايي، د دغه ولایت د اسلامي زده کړو له مرکز څخه د امنیتي ځواکونو ۶۱۲ تنه غړي له دوه میاشتنیو ابتدايي، مسلکي او دیني زده کړو وروسته فارغ شول.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د میدان وردګ ولایت رسنیز مرکز د دوشنبې په ورځ (سرطان ۵) خبر ورکړ چې د میدان وردګ ولایت د سیدآباد ولسوالۍ کې دغه نظامي افسران فارغ شوي.
 
په راپور کې راغلي: "د میدان وردګ ولایت د سیدآباد ولسوالۍ د پولیسو له ښوونیز او روزنیز مرکز څخه ۶۱۲ تنه پولیس له دوو میاشتو ابتدايي، مسلکي او دیني زده کړو وروسته فارغ شول."
 
په همدې حال کې د میدان وردګ ولایت امنیه قوماندان محمد شریف حلیمي له فارغانو وغوښتل چې له خلکو سره ښه چلند وکړي، د خپلو مشرانو اطاعت وکړي او په خپل منځ کې یووالی وساتي.
 
دا په داسې حال کې ده، چې تر دې وړاندې په بلخ ولایت کې ۶۳۵ امنیتي ځواکونه له دوه میاشتنیو پوځي زده کړو وروسته د دغه ولایت له تعلیمي مرکز څخه فارغ شوي وو.
 
د یادولو وړ ده چې د اسلامي امارت له واکمن کیدو وروسته د پولیسو په مرکزونو او قول اردوګانو کې د امنیتي ځواکونو د روزنې لپاره ګڼ پروګرامونه ترتیب شوي دي.
 
https://avapress.com/vdcfy0d0jw6deja.,ziw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته