دخپریدو نیټه :يکشنبه ۱۱ سرطان ۱۴۰۲ ساعت ۰۹:۱۸
د مطلب کود : 272588
په بغلان کې د غنمو په حاصلاتو کې لس سلنه زیاتوالی راغلی
د بغلان د کرنې ریاست چارواکي په دغه ولایت کې د غنمو په حاصلاتو کې لس سلنه زیاتوالی ښيي او وايي چې سږ کال تر ۱۵۸ زره متریک ټنه زیات حاصلات ترلاسه شوي دي.
افغان غږ خبری آژانس - مزارشریف: د بغلان د کرنې ریاست د اطلاعاتو امر ولي الله امرخیل افغان غږ خبری آژانس ته وویل، چې سږ کال په دغه ولایت کې پر ۸۸۶۰۰ هکتاره ځمکه غنم کرل شوي او ټولټال ۱۵۸۵۶۴ مټریک ټنه حاصل راټول شوي دي.
 
د هغه په ​​وينا، تېر کال پر ٨٨ زره ٢١٧ هکتاره ځمکه غنم کرل شوي وو او ١٤٢ زره ٨٩٥ مټريک ټنه حاصل شوي وو، چې د تېر کال په پرتله لس سلنه زياتوالى ښيي.
 
امرخېل د غنمو د حاصلاتو د زياتوالي لامل د کرنې له معياري دودونو سره د کروندګرو اشنا وباله.
 
بغلان د هېواد په شمال ختیځ کې یو له کرنیزو ولایتونو څخه دی، چې د مناسب اقلیم په لرلو سره یې تر ۸۰ سلنه ډېر خلک په کرنه بوخت دي.
 
https://avapress.com/vdch6ini623nqmd.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته