دخپریدو نیټه :دوشنبه ۱۲ سرطان ۱۴۰۲ ساعت ۱۳:۲۷
د مطلب کود : 272659
د بلخ د قوش تپې کانال د لومړي فاز چارې ۸۰ سلنه بشپړې شوې
د ملي پراختیا ریاست چارواکي وايي، په بلخ ولایت کې دقوش تپې کانال د لومړي فاز ۸۰ سلنه چارې بشپړې شوي او وايي، ډېر ژر به دغه برخه بشپړه شي.
افغان غږ خبری آژانس - مزار شریف: د ملي پراختیا ادارې د مطبوعاتو رئیس اکبر جاهد نن یکشنبه، د سرطان ۱۲مه افغان غږ خبری آژانس ته وویل چې د قوش تپې کانال د لومړي فاز چارې ۸۰ سلنه بشپړې شوي دي. بشپړ شوي او پاتې ۲۰٪ به ډیر ژر بشپړ شي.
 
د هغه په ​​وينا، د قوش تپې کانال لومړى فاز ١٠٨ کيلومتره اوږدوالى لري او د امو له بحيرې څخه پيل او په دولت آباد ولسوالۍ کې پاى ته رسېږي.
 
جاهد زياته کړه، چې دويم پړاو د بلخ له دولت آباد ولسوالۍ څخه پيل او د شبرغان له آقچې ولسوالۍ څخه تر تېرېدو وروسته د فارياب په اندخوى ولسوالۍ کې، چې ١٧٧ کيلومتره اوږدوالى لري، پاى ته رسېږي.
 
د ملي پراختيا رياست د مطبوعاتي دفتر مسوول وويل، چې د پروژې په درېيم پړاو کې د فرعي کانالونو جوړول هم شامل دي.
 
د قوش تپې کانال ۲۸۵ کیلومتره اوږدوالی، ۸.۵ متره پلنوالی لري او په یوه ثانیه کې ۶۶۸.۴ متر مکعب اوبه انتقالوي.
 
د دغه کانال په بشپړیدو سره به د هیواد په شمال کې ۵۸۰ زره هکتاره ځمکه په کرنیزو ځمکو بدله شي
https://avapress.com/vdcgnx9xyak9u34.1gra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته