دخپریدو نیټه :سه شنبه ۱۳ سرطان ۱۴۰۲ ساعت ۱۵:۱۱
د مطلب کود : 272730
سږ کال د طبیعي پېښو له امله تر ۳۵۰ ډېر کسان وژل شوي او ټپیان شوي دي
د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې وزارت چارواکي وايي، د روان کال له پیل راهیسې په هېواد کې د بېلابېلو طبیعي پېښو له امله ۱۵۱ کسان وژل شوي او ۲۲۵ نور ټپیان شوي دي.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: په تیرو څو ورځو کې بارانونو او وژونکو سیلابونو د هیواد په بیلا بیلو ولایتونو کې یو شمیر کسان مړه او ژوبل کړی او دغه راز په بیلابیلو ولایتونو کې د استوګنې د کورونو او کرنیزو ځمکو د ویجاړیدو لامل شوی دی.
 
د اطلاعاتو او عامه اړیکو رئیس او له طبیعي پېښو سره د مبارزې وزارت ویاند شفیع الله رحیمي د سې شنبې په ورځ په یوه ویډیويي ټیپ کې وویل چې د روان کال له پیل راهیسې په ټول افغانستان کې د طبیعي پېښو له امله ۱۵۱ کسان وژل شوي دي.
 
رحيمي زياته کړه چې په دې موده کې په ټول افغانستان کې ٢١٦٢ کورونه په جزوي او بشپړ ډول ويجاړ شوي دي.
 
هغه زياته کړه، چې په دې موده کې ١٥٢٧٠ جريبه کرنيزه ځمکه او باغونه له منځه تللي دي.
 
د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې وزارت ویاند ویلي، چې په دې موده کې په ټول هېواد کې ۳ زره ۲۹۹ څاروي له منځه تللي دي.
 
نوموړي زیاته کړه، چې د دغه وزارت ادارې د ملي او نړیوالو بنسټونو په همکارۍ په بېلابېلو ولایتونو کې د روان کال له زمري میاشتې راهیسې له ۷۸ زرو څخه زیاتو خلکو سره مرستې کړې دي.
 
رحیمي که څه هم له مرستندویه موسسو څخه د دوی د مرستو مننه وکړه، خو له دغو موسسو یې وغوښتل چې د افغانستان له خلکو سره خپلو مرستو ته دوام ورکړي.
 
هغه زیاته کړه، د دوی ریاستونه دا مهال په بېلابېلو ولایتونو کې له طبیعي پېښو ځپلو خلکو سره مرستې کوي.
 
ديادونې وړده چې تير او اوسني کلونه دافغانستان دخلکو او په تيره بيا دهغو خلکو لپاره چې په ليرې پرتو سيمو کې ژوند کوي دطبيعي پيښو له امله له سختو ستونزو سره مخامخ شوي دي .
 
https://avapress.com/vdcgwx9xzak9uu4.1gra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته