دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۱۵ سرطان ۱۴۰۲ ساعت ۰۹:۱۸
د مطلب کود : 272814
په پاکستان کې ځانمرګي برید څلور تنه وژلي او لسګونه نور یې ټپیان کړي دي
د پاکستان په شمال لوېديځ کې د خيبر پښتونخوا ايالت په ميرانشاه سيمه کې ځانمرګي بريد څلور تنه وژلي او لسګونه نور يې ټپيان کړي دي.
افغان غږ خبری آژانس: د پاکستان پولیسو اعلان وکړ چې د دغه هیواد د امنیتی ځواکونو پر یوې پوستې باندې په ځانمرګی برید کې لږ تر لږه درې پوځیان او یو لس کلن هلک وژل شوی دی.
 
دا پېښه د چهارشنبې په ورځ د جولای په ۵ مه د خیبر پښتونخوا ایالت په میرانشاه سیمه کې شوې ده.
 
د پاکستان د پولیسو یوه سیمه ییز چارواکي راشد خان ویلي، چې یوه ځانمرګي بریدګر له خپل موټر سره په هغه سیمه کې یوه امنیتي پوسته په نښه کړه.
 
د هغه په ​​وينا، په دې پېښه کې لږ تر لږه ١٤ ملکي وګړي او يو شمېر پاکستاني سرتېري ټپيان شوي دي.
 
تر اوسه کومې ډلې د دې برید مسوولیت په غاړه نه دی اخیستی، خو تر دې وړاندې هم د ورته بریدونو مسوولیت تحریک طالبان پاکستان پر غاړه اخیستی و.
 
د اسلام آباد او تحریک طالبان پاکستان ترمنځ د اسلامي امارت د حکومت په منځګړیتوب اوربند د تېر کال په نومبر کې پای ته ورسېد، چې تحریک طالبان پاکستان د دې ډلې جنګیالیو ته امر وکړ چې په ټول هېواد کې بریدونه پیل کړي.
 
https://avapress.com/vdcjv8e8xuqeaoz.b,fu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته