دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۱۵ سرطان ۱۴۰۲ ساعت ۱۳:۵۷
د مطلب کود : 272834
د صنایعو او سوداګرۍ وزارت: په تېرو درېیو میاشتو کې مو شاوخوا ۴۰۰ میلیونه ډالره صادرات کړي دي
د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو وزارت چارواکي وايي، د روان کال له پیل راهیسې افغانستان د سیمې او نړۍ هېوادونو ته د څه باندې ۴۰۰ میلیونه ډالرو په ارزښت توکي صادر کړي دي.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د صنایعو او سوداګرۍ وزارت ویاند عبدالسلام اخندزاده جواد د پنجشنبې په ورځ (سرطان ۱۵) د افغان غږ خبری آژانس خبریال ته وویل: د روان کال په لومړیو دریو میاشتو کې موږ وکولای شول چې د سیمې او نړۍ هېوادونو ته د نږدې ۴۰۰ میلیونو ډالرو په ارزښت توکي صادروي.
 
جواد زیاته کړه، د روان کال په لومړیو دریو میاشتو کې د هېواد صادرات د تېر کال په پرتله ۵،۲ سلنه زیاتوالی ښيي.
 
د جواد د څرګندونو پر بنسټ؛ که څه هم په ۱۴۰۱ کال کې افغان سوداګرو د ۲ میلیارده ډالرو په ارزښت توکي صادر  کړي، خو تمه ده چې سږ کال دغه شمېره لوړه شي.
 
هغه په ​​ډاګه کړه، چې د افغانستان ډېرى صادراتي توکي تازه مېوه، وچه مېوه، طبي بوټي، غالۍ او زعفران دي، چې هند، پاکستان، چين، ايران او عربي هېوادونو ته صادرېږي.
 
په ورته وخت کې د سوداګرۍ او پانګونې خونې مسوولین وايي، حکومت باید د سوداګرو لپاره اسانتیاوې برابرې کړي، څو د صادراتو کچه نوره هم لوړه شي.
 
د سوداګرۍ او پانګونې خونې د اداري پلاوي غړي خانجان الکوزي د افغان غږ خبری آژانس خبريال ته وويل چې نړيوال بازارونه د افغانستان کرنيزو محصولاتو ته اړتيا لري او د هوايي دهلېز فعالېدل د هېواد د صادراتو په زياتوالي کې ګټور تمامېږي.
 
د الکوزي د څرګندونو پر بنسټ؛ دې ته په پام سره چې منځنۍ اسیا او ایران یو شان مېوې لري، افغانستان د دغو هېوادونو لپاره ډېر بازار نه لري. خو موږ په روسیه کې ښه بازار لرو، چې له بده مرغه د ځمکې له لارې ډېرې ستونزې رامنځته کوي او زموږ محصولات پر وخت نه رسېږي.
 
هغه ټینګار وکړ، چې حکومت باید د هوايي دهلیزونو فعالولو ته ځانګړې پاملرنه وکړي، څو زموږ صادرات نور هم زیات شي.
 
د سوداګرۍ او صنایعو خونې د مدیره پلاوي غړي یونس مهمند هم د افغان غږ خبری آژانس خبریال ته وویل، چې د حکومت ځینو اقداماتو د صادراتو په برخه کې مثبته اغېزه کړې ده.
 
هغه د کابل او د چين د اورومچي ښار ترمنځ د الوتنو پيل ته په اشارې سره وويل چې د دغه هوايي دهلېز په پرانيستلو سره به د هېواد يو شمېر کرنيز محصولات په خپل وخت د چين بازارونو ته ورسېږي.
 
دا په داسې حال کې ده چې د مالیې وزارت ویاند احمد ولي حقمل تر دې وړاندې د افغان غږ خبری آژانس له خبریال سره په مرکه کې ویلي وو چې په ۱۴۰۱ کال کې د افغانستان صادرات د تېرو کلونو په پرتله بې ساري زیاتوالی درلود او سږ کال د افغانستان ټول ارزښت ۱۷۰.۴۳ میلیارده افغانۍ و.
 
د حقمل د څرګندونو پر بنسټ؛ افغانستان په ۱۴۰۱ کال کې پاکستان ته تر ټولو زیات صادرات درلودل چې وزن یې ۴۸۳۰ زره ټنه او ارزښت یې ۱۰۸.۶۴ میلیارده افغانۍ و.
 
هند، ازبکستان، تاجکستان، متحده عربي امارات، چین، ایران، عراق، ترکیه، قزاقستان د هغو هېوادونو په کتار کې دي چې افغانستان په ۱۴۰۱ کال کې تر ټولو ډېر صادرات درلودل.
 
حقمل زیاته کړه، چې په ۱۴۰۱ کال کې د هېواد صادرات د ۱۴۰۰ په پرتله ۷۲ سلنه او د ۲۰۱۹ کال په پرتله ۱۸۴ سلنه زیاتوالی ښيي.
 
هغه هیله څرګنده کړه چې سږ کال به دغه شمېر یو نوی ریکارډ جوړ کړي.
 
په داسې حال کې چې د هېواد د اقتصادي سکتور د وزارتونو چارواکي په تېرو درېیو میاشتو کې د څه باندې ۴۰۰ میلیونو ډالرو د صادراتو خبر ورکوي، د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد وايي چې په دې وروستیو کې په هېواد کې د انفلاسیون کچه منفي ته راټیټه شوې ده.
 
د اسلامي امارت د مجاهد او یو شمېر نورو چارواکو د څرګندونو پر بنسټ، د هېواد د صادراتو زیاتوالی د انفلاسیون د کچې په راټیټولو کې لوی رول لوبولی دی.
 
https://avapress.com/vdcbf5b5arhbzwp.q3ur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته