دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۲۲ سرطان ۱۴۰۲ ساعت ۱۴:۲۰
د مطلب کود : 273193
د افغانستان مرکزي بانک ۱۴ میلیونه ډالره پلوري
د افغانستان مرکزي بانک اعلان وکړ چې د شنبې په ورځ (۲۴/۰۴/۱۴۰۲) به د (۱۴) میلیونه امریکایي ډالرو په ارزښت د لیلام له لارې وپلوري.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د افغانستان د مرکزي بانک مطبوعاتي دفتر نن (پنجشنبه، سرطان۲۲) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې په دې داوطلبۍ کې له مستحقو بانکونو او د تبادلې او پیسو د خدمتونو له شرکتونو څخه غواړي چې ګډون وکړي.
 
دغه بانک زیاته کړې چې د لیلام ګټونکي مکلف دي چې د لیلام د ورځې تر پایه خپل حسابونه تصفیه کړي.
 
مرکزي بانک ویلي چې د اسعارو د لیلام په داوطلبۍ کې د راکړې ورکړې جزوي تصفیه اجازه نه لري، د داوطلبۍ ګټونکي مکلف دي چې د یوې ټاکلې مودې په اوږدو کې خپلې د راکړې ورکړې پیسې په نغدو پیسو مرکزي بانک ته وسپاري.
 
https://avapress.com/vdcaoenue49n061.hxk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته