دخپریدو نیټه :شنبه ۲۴ سرطان ۱۴۰۲ ساعت ۱۳:۱۸
د مطلب کود : 273250
له پاکستان څخه هېواد ته د افغان کډوالو د راستنېدو لړۍ ډېره شوې ده
د کندهار ولايت د سپين بولدک په پوله کې سيمه ييز چارواکي وايي، چې هره ورځ له دغه پولې څخه لسګونه افغان کورنۍ هېواد ته راستنېږي.
افغان غږ خبری آژانس: چارواکي وايي، د هغو کډوالو لپاره چې یوازې هېواد ته راستانه شوي، د موقتې استوګنې ځایونه، لومړني توکي او نورې اسانتیاوې برابرې کړي دي.
 
د دوی په وینا له پاکستان څخه د سپین بولدک پولې له لارې د کډوالو راتګ زیات شوی دی.
 
د کندهار په سپين بولدک کې د افغان راستنېدونکو د مرکز مسلکي غړى نقيب الله وايي: "هره ورځ له ٣٠ تر ٥٠ کډوالې کورنۍ له پاکستانه خپل هېواد ته ستنېږي. په یوه میاشت کې شاوخوا ۱۵۰۰ کورنۍ او په شپږو میاشتو کې شاوخوا ۹ زره کورنۍ خپل هېواد ته ستنېږي.
 
له پاکستانه راستانه شوي کډوال ټینګار کوي چې دوی د بېکارۍ او د پولیسو د ځورونې له امله هېواد ته راستانه شوي دي.
 
د کډوالو او راستنیدونکو چارو وزارت چارواکي وايي، هېواد ته د راستنو شویو کډوالو د مرستې لپاره یې له نړیوالو بنسټونو سره هم خبرې کړي او هڅې روانې دي چې دغو کډوالو ته اسانتیاوې برابرې شي.
 
https://avapress.com/vdcenx8w7jh8fwi.r6bj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته