دخپریدو نیټه :يکشنبه ۲۵ سرطان ۱۴۰۲ ساعت ۱۴:۱۲
د مطلب کود : 273308
د اسلامي امارت د پوهنې وزارت د تعلیمي نصاب په اړه خپاره شوي انځورونه رد کړل
په تیرو ورځو کې د اسلامي امارت د تعلیمي نصاب په اړه د بهرنیو رسنیو له خوا د ځینو اوازو او متضادو راپورونو له خپریدو وروسته، چې پراخ غبرګونونه یې راپارولي، د اسلامي امارت د پوهنې وزارت په ټویټر کې په یوه لنډ پیغام کې اعلان کړی، چې د کتابونو خپاره شوي انځورونه د دغه وزارت د نوي تعلیمي نصاب له مخې اوازې دي.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: په تیرو څو ورځو کې په ټولنیزو شبکو کې د افغانستان د درسي کتابونو د پاڼو تصویرونه خپاره شوي چې ویل کیږي د اسلامي امارت لخوا بدل شوي دي. له دې سره سره چې په دغو متضادو راپورونو کې د نامعلومو سرچینو له قوله ویل شوي چې د کتابونو دغه پاڼې د سواد زده کړې اړوند دي، نه د پوهنې وزارت اصلي تعلیمي کتابونه، خو بیا هم یو لوی پروپاګند جوړ شو.
 
خو د اسلامي امارت د پوهنې وزارت اعلان کړی: «ځینې کسان په ټولنیزو شبکو کې داسې انځورونه خپروي چې خلکو ذهنونه مغشوش کړي، د پوهنې وزارت دا ډول بې بنسټه او ناسمې اوازې په کلکه ردوي او بې اساسه ګڼي.
 
https://avapress.com/vdciuparvt1ayp2.k6ct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته