دخپریدو نیټه :دوشنبه ۲۶ سرطان ۱۴۰۲ ساعت ۱۱:۱۹
د مطلب کود : 273357
تر اوسه د محرم په میاشت کې د محدودیت په اړه له پولیسو سره څه نه دي ویل شوي
د ځینو رسنیو له خوا د هغو راپورونو له خپریدو وروسته چې اسلامي امارت سږ کال د محرم په مراسمو بندیز لګولی، د کابل د امنیه قومندانۍ ویاند وايي: «د محدودیت په اړه له موږ سره څه نه دي شریک شوي. تر اوسه که په دې اړه کومه لارښونه هم نه ده شوي، که وي نو خامخا به له رسنیو سره شریکوو.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د کابل د امنیه قومندانۍ ویاند خالد ځدراڼ رسنیو ته ویلي، چې تر اوسه موږ سره څه نه دي شریک شوي که وي نو رسنیو سره به شریکې کړو.
 
هغه زیاته کړه، د محرم په میاشت کې د عزادارانو لپاره د غوره امنیت د تامین په موخه لازمه ده، چې په تکیه خانو ماتمونه ترسره شي. نوموړي د ماتم کوونکو د امنیت د تامین لپاره د امنیتي بنسټونو د ګډې کمیټې د جوړولو اعلان هم وکړ.
 
د امر بالمعروف او نهی عن المنکر وزارت ویاند محمد صادق عاکف هم ویلي، چې دغه بندیزونه له دیني مسایلو سره هېڅ تړاو نه لري.
 
محمد صادق عاکف زیاته کړه: دا مهال په افغانستان کې مذهبي ازادي شتون لري. سیکان او هندوان چې غیر مسلمان دي او مذهبي ازادي لري خو د مسلمانانو لپاره هیڅ مانع نشته؛ که هغه شیعه وي یا سني، د هغه لپاره هیڅ ستونزه نشته.
 
په ورته وخت کې د عاشورا د مراسمو د ترسره کولو د کمیسیون غړي وايي چې تر اوسه د عاشورا د مراسمو د څرنګوالي په اړه د اسلامي امارت له امنیتي چارواکو سره رسمي ناسته نه ده شوې او نه هم اسلامي امارت تر اوسه په دې اړه کومه اعلامیه خپره کړې ده.
 
دوی وايي: د محرم الحرام د مراسمو په اړه چې اسلامي امارت کومه پریکړه کوي، د عاشورا کمیسیون ته به یې خبر ورکوي، خو تر اوسه د محرم د مراسمو د څرنګوالي په اړه څه نه دي ویل شوي.
 
په ورته وخت کې د برتانیې د استخباراتي رسنیو په ګډون یو شمېر رسنۍ داسې راپورونه خپروي چې اسلامي امارت د محرم الحرام په لمانځلو بندیزونه لګولي دي.
 
https://avapress.com/vdccp1qim2bqm18.5ja2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته