دخپریدو نیټه :دوشنبه ۲۶ سرطان ۱۴۰۲ ساعت ۱۲:۳۹
د مطلب کود : 273364
رئیس الوزرا کابل ته راستون شو
د اسلامي امارت سرپرست ملا محمد حسن اخند نن له کندهار څخه کابل ته راستون شو.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د اسلامي امارت سرپرست ملا محمد حسن اخند نن دوشنبه د سرطان د میاشتې په ۲۶ نیټه له کندهار څخه کابل ته راستون شوی دی.
 
د اسلامي امارت د ویاند مرستیال بلال کریمي پر ټویټر لیکلي چې کابل ته له راستنیدو وروسته به ملا محمد حسن اخند د سرپرست رئیس الوزرا په توګه خپلې دندې ته دوام ورکړي.
 
په همدې حال کې ملا محمد حسن اخند د ثور د میاشتې په پای کې د درملنې او استراحت لپاره کندهار ته ولاړ او د رئیس الوزرا د دفتر سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر یې پر ځای چاری پرمخ وړلي.
 
https://avapress.com/vdcaienuy49n0e1.hxk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته