دخپریدو نیټه :سه شنبه ۲۷ سرطان ۱۴۰۲ ساعت ۰۸:۳۸
د مطلب کود : 273406
د ازموینو ملي اداره: د سږني کانکور په ازموینه کې یوازې هلکان ګډون کولای شي
د اسلامي امارت د ازموینو ملي اداره وايي چې د سږني کال د کانکور په ازموینه کې به یوازې هلکان ګډون کوي.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د اسلامي امارت د آزموینو ملي ادارې د دوشنبې په شپه (سرطان ۲۶) د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي چې د اسلامي امارت د لوړو زده کړو وزارت څخه یې یوازې د نارینه محصلینو لیست ترلاسه کړی دی.
 
د ازموينې رياست زياته کړه چې د کانکور ازموينې لپاره د ګډون کوونکو د ټاکلو مسووليت نه لري او "دا د لوړو زده کړو وزارت کار دى چې څوک به ازموينه اخلي او څوک به نه ورکوي."
 
د تېر کال د کانکور په ازموینه کې نجونو ګډون کړی و، خو اسلامي امارت د نجونو لپاره د مضمونونو په انتخاب بندیز ولګاوه.
 
د یادولو ده، چې د روان کال د کانکور لومړۍ دورې ازموینې به د سرطان میاشتې په ۲۹ او ۳۰ مه نېټه په بامیان، بغلان، پکتیا، تخار، جوزجان، خوست، فاریاب، لوګر، دایکندي، سرپل او غور ولایتونو کې واخیستل شي.
 
https://avapress.com/vdchvxni-23nqkd.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته