دخپریدو نیټه :سه شنبه ۲۷ سرطان ۱۴۰۲ ساعت ۰۹:۰۲
د مطلب کود : 273408
په افغانستان کې د بشري حقونو د وضعیت په اړه د ملګرو ملتونو نوی راپور له حقیقته لرې دی
د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد په افغانستان کې د روان کال په می او جون میاشتو کې د بشري حقونو د وضعیت په اړه د ملګرو ملتونو راپور له حقیقته لرې بللی او ویلي یې دي چې ملګري ملتونه باید د منفي راپورونو له خپرولو ډډه وکړي.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې دغه راپور د مایوسۍ او شکایتونو پر بنسټ جوړ شوی او حقیقت نه لري.
 
هغه زیاته کړه: «داسې راپورونه د ځینو هغو کسانو د نقلونو پر بنسټ چمتو کېږي چې له افغانستانه تښتېدلي او اوس یې د پوځي محاذ پر ځای د خپل هېواد پر ضد تبلیغاتي جبهه جوړه کړې او یا دا چې د یوناما په اداره کې ځینې کسان د دغه سازمان له نوم څخه ناوړه ګټه پورته کوي او د ناسمو معلوماتو پر بنسټ د افغانستان پر ضد په تبلیغاتو بوخت دي.
 
د اسلامي امارت ویاند ویلي دي چې په افغانستان کې عمومي امنیت تامین دی او هیڅ ډول خپلسري وژنې او نیول نه کیږي.
 
هغه زیاته کړه: "په داسې یو مثبت حالت کې، د منفي راپورونو خپرول د بدبختۍ معنی لري چې باید ودرول شي."
 
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندویه پلاوي دفتر (یوناما) په دې وروستیو کې د روان کال د مې او جون په میاشتو کې په هېواد کې د بشري حقونو د وضعیت په اړه یو راپور خپور کړ، چې په کې ویل شوي، د پخوانیو دولتي کارکوونکو او پوځیانو غیر قانوني وژنې، د ښځو پر حقونو محدودیتونه، د خبریالانو خپلسري نیول، جسمي مجازات او د طالبانو لخوا په عام محضر کې اعدامول دوام لري.
 
په دغه راپور کې دا هم ویل شوي چې په دغو دوو میاشتو کې ۳۴ تنه په ماین چاودنو کې وژل شوي او ۷۵ تنه نور ټپیان شوي چې اکثریت یې ملکي وګړي دي.
 
https://avapress.com/vdcjyte8ouqeaxz.b,fu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته