دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۲۸ سرطان ۱۴۰۲ ساعت ۱۴:۰۵
د مطلب کود : 273494
په بغلان کې د روميانو د حاصلاتو زياتوالى
د بغلان د کرنې ریاست چارواکي په دغه ولایت کې د روميو د حاصلاتو د زیاتوالي خبر ورکوي او وايي چې سږ کال یې شاوخوا ۲۳ زره مټریک ټنه حاصلات ترلاسه کړي دي.
افغان غږ خبری آژانس - مزارشریف: د بغلان د کرنې ریاست د اطلاعاتو آمر ولی امرخیل افغان غږ خبری آژانس ته وویل، چې سږ کال په بغلان کې پر ۸۹۸ هکتاره ځمکه د رومیان کرل شوی، چې ۲۲۳۹۳ مټریک ټنه حاصل یې ورکړی دی.
 
د هغه په ​​وينا، تېر کال په دغه ولايت کې ٢٢٢٦٦ مټريک ټنه روميان حاصل شوي وو، چې د سږ کال په پايلو کې درې سلنه زياتوالى ښيي.
 
امرخېل زياته کړه، بغلان د روميانو د کرنې او ودې لپاره مناسب اقليم لري او په تېرو څو کلونو کې د دې سبزي د ودې په برخه کې اغېزمن ګامونه پورته شوي دي.
 
په همدې حال کې د بغلان کروندګر وايي، تېر کال يې د روميانو يو من له ٦٠ تر ١٢٠ افغانيو پلورل، خو سږ کال يې د يوه من بيه له ٤٥ تر ٨٥ افغانيو ته رسېدلې ده.
 
https://avapress.com/vdceox8wejh8fei.r6bj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته