دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۲۹ سرطان ۱۴۰۲ ساعت ۱۲:۵۴
د مطلب کود : 273537
اترا: د بریښنایی تذکري او پاسپورټ پرته سیم کارت پلورل منع دئ
د افغانستان د مخابراتي خدمتونو د تنظیم ادارې (اترا) چارواکي وايي، چې د سیم کارت اخیستو پر مهال باید یو الکترونیکي تذکره یا پاسپورټ له ځانه سره ولري، ځکه له دې وروسته به سیم کارتونه د کاغذي تذکرو سره ثبت نه شي.
افغان غږ خبری آژانس: دغه طرحه د مخابراتو وزارت په وړاندیز چې د اسلامي امارت د کابینې له خوا تصویب شوي ده.
 
د دې رياست وياند وايي، هغه کسان چې برېښنايي تذکره يا پاسپورټ نه لري، د سيم کارت د پېرلو پر مهال بايد څوک تضمين کړي چې پاسپورټ او يا برېښنايي تذکره لري.
 
جلال شمس په دې اړه وويل: "د هغه بدلون له مخې چې د سيم کارت د ترلاسه کولو په برخه کې رامنځته شوى، هغه څوک چې غواړي سيم کارت ترلاسه کړي، بايد الکترونيکي تذکره او يا پاسپورټ ولري."
 
د شمس په وينا، سره له دې چې دغه سيسټم ستونزې رامنځته کوي، خو په ولايتونو په ځانګړي ډول مخابراتي شرکتونه مکلف دي، چې د سيم کارتونو د ثبت د مخنيوي په موخه دغه طرحه عملي کړي.
 
په ورته وخت کې د هېواد اوسېدونکي وايي، حکومت باید د سیم کارتونو د ثبت په څانګه کې اسانتیاوې رامنځته کړي، ځکه د برېښنايي تذکرو یا پاسپورټ ترلاسه کول وخت ضایع کوي.
 
دا په داسې حال کې ده چې پخوا په بازارونو کې ډېری سیم کارتونه له راجستر پرته پلورل کېدل، خو د اسلامي امارت له واکمنۍ وروسته دغه بهیر قانوني شو او هېڅوک نه شي کولای چې له ثبت پرته سیم کارتونه واخلي.
 
https://avapress.com/vdcc11qim2bqmp8.5ja2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته