دخپریدو نیټه :يکشنبه ۱ اسد ۱۴۰۲ ساعت ۱۱:۱۰
د مطلب کود : 273660
موږ داسي ډاکټرانو او انجنیرانو ته اړتیا لرو چې په دیني علومو هم پوه وي
د رئیس الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر د کابل پوهنتون په دیني او علمي سیمینار کې وویل چې اسلامي امارت داسې ډاکټرانو او انجینرانو ته اړتیا لري چې د تخصص تر څنګ په دیني علومو هم پوهه ولري.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د رئیس الوزرا سیاسی مرستیال مولوی عبدالکبیر وایی، اسلامی امارت داسې ډاکټرانو او انجینرانو ته اړتیا لری چې په دیني علومو هم پوه وي.
 
له ارګ څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې مولوي عبدالکبیر دغه څرګندونې نن یکشنبه (اسد لومړۍ نېټه) د کابل پوهنتون د شرعیاتو او اسلامي کلتور د پوهنځيو استادانو او د دعوت او ارشاد د خطیبانو او مبلغینو لپاره په یوه دیني او علمي سیمینار کې وکړې.
 
هغه وویل، اسلامي امارت د ټولو دیني او معاصرو علومو د پراختیا او پیاوړتیا هڅې کوي، ټول علوم ضروري ګڼي او په یوه سترګه ورته ګوري، خو په دې دوو لسیزو کې دیني علومو ته هیڅ توجه نه ده شوې، په دیني علومو کې تشه ډیره ده، نو باید ورته زیاته پاملرنه وشي.
 
هغه وویل موږ داسې ډاکټران او انجینران غواړو چې د تخصص سربیره د اسلام اساسي تعلیمات هم ولري.
 
د لومړي وزیر سیاسي مرستیال زیاته کړه، اسلامي امارت په ریښتینې مانا اسلام پلي کوي او هیڅ ډول جوړجاړی نه زغمي، له همدې امله د اسلامي ثقافت او پوهاوي زده کړه یوه مهمه اړتیا ګڼي.
 
https://avapress.com/vdcjmte8yuqeamz.b,fu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته