دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۵ اسد ۱۴۰۲ ساعت ۱۲:۱۵
د مطلب کود : 273890
امیر خان متقي دوحې ته ځي
د اسلامي امارت د بهرنيو چارو دوزارت وياند وايي چې ددي مياشتي په پای کي به د بهرنيو چارو وزارت سرپرست وزیر اميرخان متقي له امريکايي چارواکو سره د ليدني لپاره دوحې ته ولاړ شي.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د بهرنیو چارو وزارت وايي چې د روانې میاشتې په پای کې به د بهرنیو چارو د سرپرست وزیر امیرخان متقي په مشرۍ یو پلاوی دوحې ته ولاړ شي چې له امریکايي چارواکو سره وګوري.
 
د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي نن اعلان وکړ، چې د بهرنیو چارو وزارت د سرپرست مولوي امیرخان متقي په مشرۍ د اسلامي امارت پلاوی به د روانې میاشتې په پای کې دوحې ته سفر وکړي او پر اړوندو مسایلو به خبرې وکړي.
 
په دې غونډه کې به د بندیزونو لرې کول او د افغانستان بانک د زیرمو خلاصول او د افغانستان له فضایي حریم څخه د سرغړونې په اړه بحثونه لومړیتوب ولري.
 
افغان پلاوی به د دغه سفر پر مهال له یو شمېر قطري چارواکو سره پر دوه اړخیزو اړیکو هم خبرې وکړي.
 
په همدې حال کې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت هم اعلان کړی چې د افغانستان لپاره د دغه هېواد ځانګړی استازی توماس ویسټ او د افغانستان د ښځو، نجونو او بشري حقونو لپاره ځانګړې استازې رینا امیري به د جولای له ۲۶مې تر ۳۱مې د قزاقستان له استانه او د قطر پلازمېنې دوحې ته سفر وکړي.
 
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په وینا، رینا امیري او توماس ویسټ به په ټاکل شوې نېټه دوحې ته لاړ شي او هلته به د اسلامي امارت له استازو او یو شمېر مهمو افغان وزیرانو سره د افغانستان پر مهمو مسایلو خبرې وکړي.
 
https://avapress.com/vdceox8w7jh8fvi.r6bj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته